د بریتانیا صدراعظم ډېوېد کامرون به د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي او د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري سره له لندنه بهر په چیکرز کې د خپل استوګن ځای په دفتر کې وګوري.
تمه ده چې دا درې اړخیزه غونډه به په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د سیمې پر ثبات څرخي. وسله والو طالبانو په دواړوهیوادونو کې ډیرې اندیښنې راپورته کړي دي.
په دې غونډه کې به د غه راز د لومړي ځل لپاره د افغانستان او پاکستان د پوځ او استخباراتو لوړ رتبه چارواکي هم ګډون وکړي.
دغه درې اړخیزې غونډې تیرکال د بریتانیا د صدراعظم ډېوېډ کامرون په نوښت پیل شوي دي؛ چې په لندن کې د درې واړومشرانو په ګډون یې دا درېمه غونډه ده.
مخکې دا ډول درې اړخیزې غونډې د تیرکال په جولای په میاشت کې په کابل کې او بله هم د سپټمبر په میاشت کې په نیویارک کې جوړې شوې وې.
د لندن غونډه طالبانو ته واضح پیغام لري:
د بریتانیا د صدراعظم له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي؛ چې دغه درې اړخیزې غونډې طالبانو ته واضح پیغام ورکوي؛ اوس د دې وخت دی چې ټول په افغانستان کې د سولې په سیاسي پروسه کې ونډه واخلي او زیاتوي
هغسې چې صدراعظم مخکې ویلي وو، په یوه باثباته افغانستان کې نه یواځې د افغانانو بلکه د ګاونډیو هیوادونو او د بریتانیا ګټې هم نغښتې دي.
د ورځپاڼې په وینا، که څخه هم له دې درې اړخیزې غونډې د لوی پرمختګ تمه نه کیږي؛ خو د درې واړو مشرانو ترمنځ خبرې به څه ناڅه د دواړو هیوادنو د حالاتو له ښه کیدو سره مرسته وکړي.
په خپره شوې اعلامیه کې دغه راز ویل شوي؛ چې درې اړخیزې خبرې به د افغانانو په مشرۍ د سولې د پروسې او دا چې پاکستان او نړیواله ټولنه په څه ډول له دې پروسې سره مرسته کولای شي؛ متمرکزې وي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستراتیژیک تړون:
دغه راز ویل شوي، چې بریتانیا تمه کوي، چې افغانستان او پاکستان خپل ترمنځ د ستراتیژیک شراکت د تړون په اړه چې د سپټمبر د میاشتې په غونډه کې یې ژمنه کړې وه، وړاندې نورګامونه اوچت کړي.
تمه ده چې د ماښام له ډوډۍ وروسته به کامرون به د دواړو هیوادونو له مشرانو او نورو چارواکو سره هراړخیزې خبرې پیل کړي؛ چې دوه ورځې به دوام ولري.
افغان ولسمشر حامد کرزی د دې غونډې لپاره پرون لندن ته رسیدلی.
له سفر مخکې د هغه مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي؛ چې د درې واړو هیوادونو د مشرانو په غونډه کې به د افغانستان د سولې د پروسې په ګړندي کیدو او له ترهګرۍ سره په مبارزه او سیمه کې د افغانستان او پاکستان د همکاریو په پراخولو خبرې وشي.