د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ زمری ۱۴۰۰ کابل ۱۱:۲۶

"نړیوال ځواکونه اوس هم ځینې عملیات په خپل سر کوي"


نږدې لس میاشتې کیږي، چې افغان ځواکونو ته د ټولو عملیاتو رهبري سپارل شوې؛ خو د دفاع وزارت وایي، اوس هم نړیوال ځواکونه ځینې خپل سري عملیات ترسره کوي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي ازادي راډیو ته وویل؛ که څه د شپې له مخې د بهرنیو ځواکونو عملیاتو ډیر محدود شوي؛ خو د دوی ټینګار دا دی، چې ټول عملیات باید افغان ځواکونه ترسره کړي.

جنرال عظیمي زیاته کړه، افغان ځواکونو د وړتیا له مخې په بشپړه توګه د شپې عملیاتو ترسره کیدو ته چمتو دي؛ خو یوازې د هوایي ټرانسپورت او کشف په برخه کې له نړیوالو ځواکونو مرسته غواړي.

نوموړي له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې دا امکان رد نه کړ؛ چې اوس هم ایساف ځواکونه په یوازې سر شپنې عملیات ترسره کوي.

"کیدای شي، کله کله خپل سري عملیات ترسره شي، خو ډیر کم شوي دي، موږ څو څو ځلې دوی ته ویلي، چې هیڅ بهرنی د افغانانو له اجازې پرته د عملیاتو حق نه لري.

پخوا به هره شپه او هره اونۍ بهرنیان دیني او فرهنګي ارزښتونو ته له پاملرنې پرته په خپل سر یوه کورته تلل او یوه بده پیښه به رامنځ ته کیده، خو اوس ورو ورو دا پیښې کمې شوي دي."


د روان هجري لمریز کال د حمل په شلمه نېټه د افغانستان د دفاع وزارت او په دې هیواد کې د نړیوالو ځواکونو د عمومي قومندان جنرال جان الن ترمنځ یوه تفاهم لیک لاسلیک شو؛ چې له مخې یې د شپې عملیات افغان ځواکونو ته وسپارل شول.

د دې تفاهم لیک له لاسلیکدو مخکې هم افغان چارواکو د بهرنیانو له خوا د شپې عملیاتو د بندیدو غوښتنه کوله.

د افغان چارواکو په باور، دا ډول عملیات ترډیره د بې ګناه افغانانو ژوند او د افغانانو د یني، فرهنګي او ملي ارزښتونو ته یو لوی ګواښ دی.

ایساف بیا د دې ډول عملیاتو ترسره کیدل ضروري بولي؛ خو وایي، چې د تفاهم لیک له لاسلیکیدو وروسته ټول عملیات له افغان ځواکونو سره په همغږۍ کې ترسره کوي.

په کابل کې د ایساف ویاند ګونټرکټز ازادي راډیو ته وویل؛ دوی به راروان اوړی ټول عملیات افغان ځواکونو ته وسپاري.

"اوس مهال دا یوه روانه پروسه او په ورته وخت کې د امنیتي انتقال د بهیر یوه برخه ده.

زموږ درک دا دی چې د راتلونکي اوړي په نیمایي کې به افغان ځواکونه د ټولو عملیاتو سل فیصده رهبري په غاړه واخلي."


ایساف وایي، شپني عملیات د یوه روښانه پلان له مخې ترسره کوي او په تیر یوه کال کې د عملیاتو پرمهال د ملکي کسانو په مرګ ژوبله کې هم پنځوس فیصده کموالی راغلی.

د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې د تیرو څو کلونو راهیسې؛ په افغانستان کې شااوخوا څلور زره شپني عملیات ترسره شوي؛ چې ددوی په خبره اکثره یې موفقه وو.

راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG