د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۱۰:۲۶

"که د افغان سوداګرو ستونزه حل نه شي ناټو او م.م ته لیک لیږو"


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وایي، که څه هم د سوداګرۍ او صنایعووزارت ژمنه کړې؛ چې له پاکستان سره به د افغان سوداګرو ټرانزیټی ستونزه اواره کړې خو که دا مساله وځنډیږي دوی به یاده ستونزه د یوه لیک په ذریعه دملګروملتو سازمان ورسوي.

د دې خونې مرستیال خانجان الکوزي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ دوی تصمیم نیولی و، چې دا لیک ترتیب کړي، خو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت یې مخه نیولې ده.

"موږ ملګرو ملتونو ته تراوسه لیک نه دی استولی، ځکه چې د ټرانسپورټ وزیر ژمنه وکړه چې، داستونزه به د دوشنبې په ورځ د وزیرانو په شورا کې مطرح، بحثونه به پرې وشي او هیله ده ژرترژره حل شي او که بیا هم ستونزه پر ځای پاتې شي، موږ به مجبور شو، چې ناټو او ملګروملتونو ته یو لیک ولیږو."

د افغان سوداګرو او واردوونکو د معلوماتو له مخې، شاوخوا درې میاشتې کیږي چې، د افغان سوداګرو د ډول ډول مالونو کانټینرونه د کراچۍ په بندرکې ایسار کړای شوي دي.

دوی داهم وایي، چې د دی کانیټنرونو شمیر کابو څلورزرو ته رسیږي او پاکستان ترې هره ورځ شاوخوا یومیلیون ډالره جریمه هم اخلي.

سوداګر وایي، نه یوازې دا چې، دې مالونو ته زیان رسیږي، بلکې نه رارسیدو یې د هیواد پر مارکیټونو ناوړه اثر کړی او د موادو بیې یې لوړې کړي دي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وایي، ستونزه به په جدي توګه له پاکستاني چارواکو سره شریکه او حل ته به لاره ومومي.

د دی وزارت ویاند وحیداله غازي خیل ازادي راډیو ته وویل؛ چې د سوداګرۍ وزیر ژمنه کړې، چې د افغان سوداګرو ستونزه به د پاکستان له سوداګرۍ وزیر او په کابل کې د پاکستان له سفیر سره شریکوي.

راپورونه وایي، دغه چلند افغان حکومت هم اړ کړی، چې په دې وروستیو کې د تور خم په بندر کی پر پاکستاني ټرانسپورټ خپل مقررات په جدي توګه پلی کړي؛ چې له امله یې یوشمېر پاکستانی لارۍ یې ودرول شوي دی.

که څه هم د دواړو هیوادونو ترمنځ د ټرانزیټي چارو اسانولو ته افغان او پاکستاني چارواکو څو ځلې موافقې کړي؛ خو افغان سوداګر وایي، چې اوس هم په پاکستان کې له ګڼو ستونزو سره مخ کیږي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG