د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۴

"له افغانستانه د عسکرو کمول غلط انتخاب دی"


امریکا چاپ لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ته د نومول شوي پخواني سناتور "چک هېګل" د سنا استماعیه غونډې په اړه یوه مقاله لیکلې او لیکي، چې له نوموړي څخه د افغانستان د جګړې او په دې هیواد کې د شاوخوا ۶۶ زرو دېره امریکایي ځواکونو د برخه لیک په اړه جدي پوښتنې ونه شوې او ټول ټال لس دقیقې د افغانستان په مسالې باندې خبرې وشوې.

ورځپاڼه لیکي، دا به د امریکا د متحده ایالاتو د راتلونکي دفاع وزیر دنده وي؛ چې له افغانستان څخه د دېره عسکرو زیات شمیر وطن ته راستانه کړي؛ په اسلامي نړۍ کې د امریکا ستر جنګي او پوځي حضور راکم کړي او د تروریزم پر ضد جګړې کې د یوه نوي عصر یا دورې لپاره خپل کمربند ټینګ کړي.

لاس انجلس ټایمز زیاتوي، د سنا په استماعیه غونډې کې یوازې دریو ډموکراټو سناتورانو له هېګل څخه په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د حضور او ماموریت په اړه پوښتنې وکړې او هیڅ جمهوریت غوښتونکي سناتور د جمهور رییس بارک اوباما د هغه پلان په اړه چې غواړي له افغانستان څخه په چټکۍ سره عسکر وباسي؛ خوله هم ونه ښوروله.

ورځپاڼه لیکي، د کانګرس له دې عمل څخه داسې بریښي، چې د افغانستان جګړه ګوندې ختمه شوې او چک هېګل هم همداسې یو انځور ورکړ.

چک هیګل وویل: "موږ په افغانستان کې د انتقال لپاره یو پلان لرو، وطن ته د عسکرو راستنولو ته دوام ورکوو او جګړه به ختموو."

لاس انجلس ټایمز وړاندې لیکي، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به جګړه ختمه نه شي؛ افغان پوځ او پولیس به لا هم له طالب وسله والوسره په جګړو کې ښکیل وي.

القاعده شبکې سره د تړلې حقانې ډلې تروریستان به د پاکستان په پولو کې غمبر وهي؛ سيمه یېز جګړه ماران به لاهم له مرکزي حکومت سره د قدرت په سر شخړو کې ښکیل وي.

ورځپاڼه لیکي، که څوک خوښ وي او که خپه، امریکا د افغانستان د جګړې په پایلو (نتیجو) کې ستره ونډه لري. امریکایانو په شعوري ډول دا لیوالیتا کمه کړې؛ چې د جمهور رییس کرزي په مشرۍ په ادارې فساد کې د ښیکل حکومت لپاره دې نورې پیسې ولګوي او وینې دې ورته تویې کړي.

خو لکه څنګه چې جمهور رییس اوباما ویلي، موږ لا هم باید ډاډمن شو، چې القاعده به یو ځل بیا په افغانستان کې د پښې ایښودلو ځای نه پیدا کوي او موږ لا هم د اټمي وسلو لرونکې ګاونډي هیواد پاکستان د ثبات په اړه اندیښمن یو.

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د تحلیل په یوې برخې کې په افغانستان کې د امریکا د پخواني سفیر "رونالډ نیومن" خبره راخیستي چې وایي:

"موږ دا غضب مړې جګړه نه شو ختمولای. موږ په دی جګړې کې خپل ګډون کموو. دا بیخي جلا مساله ده."

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د جرمني په مونشن شار کې د نړیوال امنیتي کنفرانس ګډونوالو ته د ناټو د عمومي منشي "انډریس فوغ راسموسن" خبرو ته اشاره کړې او لیکي:

د ناټو عمومي منشي د کنفرانس ګډونوالو ته وویل، اروپایي هیوادنه باید له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو ایستل، د بودجې له کمښت سره اړوند نه کړي.

ورځپاڼه لیکي، راسموسن د کنفرانس ګډونوالو ته وویل؛ له افغانستان څخه د زیاتو عسکرو ایستل به په راتلونکې کي د زیاتې ناامنۍ سبب شي.

د راسموسن په وینا، په اوسنیو سختواقتصادي شرایطو کې د عسکرو کمول جالب انتخاب بریښي، خو دا به غلط انتخاب وي.
XS
SM
MD
LG