نړۍ
هند: په ډله ییز جنسي تیري تورن ۵ کسان ځانونه بېګناه بولي
دغې پېښې په ټول هند کې د خلکو قهر او غوسه راپارولې ده. تورن کسان نن د تړلو دروازو تر شا د محکمې استماعیه غونډې ته راوړل شوي وو.
د دغو کسانو لپاره یوه خاصه چټکه محکمه جوړه شوې او تمه ده، چې د شاهدانو شواهد به د سې شنبې په ورځ واوري.
څارنوال وایي، د تورنو کسانو پر ضد د وینې د نښانې یا DNA په ګډون، قوي شواهد لري.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
کرکټ؛ سویلي افریقا په لومړۍ لوبه کې انګلستان ته ماتې ورکړه

سویلي افریقا په لومړۍ لوبه کې انګلستان ته ماتې ورکړه.
د کوربه سویلي افریقا کرکټ لوبډلې د ۳ یو ورځنیو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د ۲۷ منډو په توپیر انګلستان مات کړ.
دغه لوبه چې تېره شپه ناوخته پای ته ورسېده، سویلي افریقا د ۲۹۹ منډو هدف ټاکلی و او انګلستان بیا د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۱منډې وکړې.
په دې سیالۍ کې وان ډر ډوسن د سویلي افریقا او جېسن رای د انګلستان لپاره سلیزې ووهلې.
د انګلستان لوبغاړو ونه کړای شول چې ټول اورونه ولوبوي دوی په پینځه څلوېښتم اور کې ټولې وېکټې له لاسه ورکړې.
د سویلي افریقا لپاره نارتکیا، مګالا او رباډا ښه توپ اچونه وکړه، دوی په ترتیب سره څلور، درې او دوه ویکټې واخیستې.
مګالا چې نن یې لومړۍ نړیواله لوبه هم وه د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.
د یادونې ده چې دواړه لوبډلې به د یکشنبې په ورځ د جنورۍ ۲۹مه دویمه لوبه ترسره کړي.
پولنډ اوکراین ته ۶۰ ټانکونه ورکوي

پولنډ غواړي چې اوکراین ته ۶۰ ټانکونه ورکړي.
دا د هغو څوارلس لیپارډ-۲ جرمني ساخت ټانکونو سربېره دي چې مخکې یې وارسا له کییف سره ژمنه کړې وه.
د پولنډ صدراعظم ماتیوس موراویکي د کاناډا یوه تلوېزیون ته پرون وویل چې ۶۰ نور پرمختللي ټانکونه به اوکراین ته ولېږي چې دېرش یې پي ټي- ۹۱ ډوله دي.
پي ټي- ۹۱ ټانکونه په پولنډ کې جوړېږي، دا د شوروي د وخت د ټي- ۷۲ ټانکونو پرمختللې بڼه ده او اوکراین هم له همدې ډول ټانکونو د اوس لپاره د روسیې په وړاندې په جګړه کې استفاده کوي.
د پولنډ له دې مرستې سره د ناټو د غړیو هېوادونو له لورې اوکراین ته د ورکړل شویو ټانکونو شمېر یوسل او دېرشو ته ورسېد او داسې اټکل کېږي چې دا شمېره به پسې لوړه شي.
د اوکراین حکومت د خپلو لوړپوړو چارواکو په سفر بندیز ولګاوه

د اوکراین حکومت هغه پرېکړه تصویب کړه چې له مخې یې بهر ته د چارواکو پر سفرونو بندیز لګوي.
صدراعظم دینیس شمیهال پرون د پارلمان غړیو ته وویل چې حکومتي چارواکي، سیمه ییز چارواکي، څارنوالان، قاضیان او نور افسران یوازې په رسمي سفر بهر ته تللی شي، یا د درملنې لپاره سفر کولای شي.
شمیهال په ټیلګرام کې دا هم لیکلي چې د استراحت لپاره بهر ته سفر منع دی.
یوه ورځ مخکې تر دې د پارلمان غړی میکولا تیشچینکو چې تایلنډ ته تللی و او پارلمان یې خبر کړی نه و، له دندې ګوښه شو.
نیوزیلينډ په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې هندوستان ته ماتې ورکړه

د کوربه هندوستان او نیوزیلینډ ترمنځ د کرېکټ درې شل اوریزو سیالیو لومړۍ لوبه د ۲۱ منډو په توپیر نیوزیلنډ وګټله.
نیوزیلينډ لومړی توپوهنه وکړه او د ۱۷۷ منډو هدف یې وټاکه، چې هند یې په ځواب کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۵ منډې وکړې.
د نیوزیلينډ په توپوهونکو کې ډیون کانوې او ډاري میچل نیمه سلیزې ووهلې.
د هند لپاره ورو توپ اچونکو واشنګټن سندر او کولدیپ یادف ښه توپ اچونه وکړه.
د هند په توپوهونکو کې بیا واشنګټن سندر خپله لومړۍ نیمه سلیزه ووهله.
دغه راز د شل اوریزو سیالیو لومړي نمبر توپوهونکی سوریا کومار یادوف بیا ۴۷ منډې وکړې.
د نیوزيلینډ په توپ اچونکو کې لوبډلمشر سنټر، فرګېسن او براس ویل دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول.
ډیري میچل د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د یادونې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به دویمه شل اوریزه لوبه د جنورۍ میاشتې په ۲۹ نېټه ترسره شي.
د اوکراين د ولسمشرۍ دفتر: د روسيې په يوه بريد کې لس ملکيان وژل شوي دي

د اوکراین د ولسمشر ولادمیر زلنسکي دفتر وايي، د روسیې لهخوا د هاوان مرمۍ د ویشتلو په پایله کې نن لس غیر نظامیان وژل شوي دي.
د اوکراین د ولسمشرۍ دفتر په وینا، شل تنه نور ټپیان شوي دي.
د اسوشیتد پرس د راپور پر بنسټ، اوکرایني چارواکو ویلي، د هاوان مرمیو ویشتلو په پایله کې د اوکراین په لوېدیځ او سویل کې زیاتره ښارګوټي او کلي زیانمن شوي دي.
له دې وړاندې یوه ورځ د روسيې د حملو په پایله کې یولس تنه اوکراینیان وژل شوی وو.
د اروپايي ټولنې يو چارواکی: روسيې پر اوکراين د جګړې بل پړاو پيل کړی

د اروپايي ټولنې یو جګپوړی چارواکی وايي چې مسکو د اوکراین پر ضد د جګړې یو بل پړاو چې پر ملکي وګړو او غیر پوځي اهدافو بېدرېغه حملې دي پیل کړی.
د اروپايي ټولنې د اروپايي عملیاتي خدماتو عمومي منشي ستیفانو سانینو نن د جاپان په پلازمېنه توکیو کې د خبرو پر مهال همدا راز وویل، چې د اوکراین پوځ ته د جرمني او امریکا لهخوا د پرمختللو ټانکونو د ورکولو علت هم د روسیې پارونې وې.
ښاغلي سانینو زیاته کړه چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین دا جګړه د ځانګړو عملیاتو په نوم پیل کړه خو اوس یې خبره د ناټو او لوېدیځ پر ضد جګړې ته رسولې ده.
د سانینو په وینا اوکراین ته جرمني او امریکايي ټانکونه د دې لپاره ورکول کېږي چې خپله دفاع وکړي نه دا چې یرغلګر وي.
تهران کې د اذربايجان پر سفارت بريد کې يو تن وژل شوی

د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت نن جمعه ویلي، په تهران کې د دوی د سفارت مخې ته یو تن هغه وخت ووژل شو او دوه نور ټپیان شول، چې سهار یوه حمله کوونکي د سفارت د ساتونکو پر پوسته حمله وکړه.
دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، حمله کوونکي په دغه برید کې د ګارډانو مشر وژلی دی.
په دې باب نور توضیحات نهدي ورکړل شوي.
د ازادي راډیو ایرانۍ څانګې راډیو فردا لیکلي، چې د تهران د پولیسو مشر، د حمله کوونکي د نیولو خبر ورکړی دی.
راډیو فردا وايي، له خپرو شویو تصاویرو ښکاري چې حمله کوونکی توانېدلی و، چې سفارت ته دننه ورشي.
د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دې پېښې په اړه څېړنې روانې دي او د معلوماتو له بشپړېدو وروسته به نور توضیحات ورکړي.
د اوکراين پوځ: روسي ځواکونو د اوکراين په ختيځو سيمو کې عمليات سخت کړي دي

د اوکراین پوځ نن ویلي، روسي ځواکونو په ختیځو سیمو دونیڅک او لوهانسک کې له څو استقامتونو خپل عملیات سخت کړي دي.
په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي د هغو هېوادونو مننه وکړه، چې کییف ته یې د پرمختللو ټانکونو د ورکولو ژمنه کړې ده.
زلنسکي له دغو هېوادونو غوښتنه کړې، چې د دغو جنګي وسایطو د لېږد بهیر چټک کړي، ځکه د جګړې په ډګر کې سخته اړتیا ورته لیدل کېږي.
د اوکراین پوځ وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه هېواد د دوو ختیځو سیمو پر ۱۱ موقعیتونو حملې په شا تمبول شوي دي.
تر دې یوه ورځ مخکې که څه هم د کییف هوايي مدفع زیات ویشتل شوي توغندي شنډ کړل، خو مسکو بیا هم د اوکراین پر ټولو برخو د میزاییلو حملې وکړې، چې لږ تر لږه ۱۱ کسان یې ووژل او یو برښناکوټ یې زیانمن کړ.
برېتانيا راتلونکې اوونۍ اوکراين ته پوځي وسايل لېږي

د برېتانیا حکومت غواړي چې راتلونکې اوونۍ د اوکرایني ځواکونو له روزلو وروسته د مارچ په وروستیو کې اوکراین ته ټانکونه او پوځي وسایل ولېږي.
د برېتانیا صداراعظم ریشي سوناک پرون (پنجشنبه) خبریالانو ته وویل: "هر څه له پلان سره سم پر مخ ځي."
برېتانیا د اوکراین لومړنی متحد هېواد دی چې روانه میاشت یې وویل، ۱۴ چلنجر-۲ تهاجمي ټانکونه اوکراین ته ورکوي.
امریکا او جرمني هم په خپل منځ کې اختلاف ته شا اړولی او د چهارشنبې په ورځ یې وویل چې اوکراین ته ټانکونه او پوځي وسایل لېږي.
امريکا: 'واګنر' يوه جنايتکاره ډله ده

د امریکا متحدهایالتونو د واګنر (Vagner) ډله د یوې بهرنۍ جنایتکارې ډلې په توګه معرفي کړه.
د امریکا حکومت په یوه فرمان کې د دغه روسي شرکت خلاف بندیزونه اعلان کړل.
د امریکا د خزانې وزارت د پنجشنبې په ورځ په دې تړاو د یوه چینايي شرکت او په متحده عربي اماراتو او په مرکزي افریقا جمهوریت کې څو تنه او شرکتونه تحریم کړي وو.