د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۱۰:۱۷

"که افغان حکومت خپلې کړې ژمنې پوره نه کړي، مرستې وباندې بندوو"


د متحد ایالاتو د پراختیایي ادارې "یو. ایس. ایډ" یو لوړ رتبه چارواکي وایي؛ که افغان چارواکي له فساد سره مبارزه ونه کړي او د دوی مرستې په سمه توګه ونه لګوي؛ نو دوی به مجبور شي، چې خپلې مرستې ورباندې بندې کړي.

یو امریکایي لوړ رتبه چارواکي ویلي، که چېرته په افغانستان کې د متحد ایالات مرستې په سمه توګه ونه لګیږي او چارواکي له فساد سره مقابله ونه شي کړای؛ نو متحد ایالات دې ته تیار دی، چې په افغانستان کې خپلې پراختیایي مرستې بندې کړي.

"الکس ډېر" چې د افغانستان او پاکستان لپاره د نړیوالې پراختیا د پروژو په چارو کې د امریکا د پراختیایي مرستو یا "یو.اېس. ایډ" د دفتر رییس دی؛ وروسته له دوه زره څوارلسم کال څخه چې بهرني ځواکونه به له افغانستانه ووځي؛ په دې هیواد کې د اقتصادي بدلون په اړه په یوه بحث کې ویلي؛ افغان مشران اړ دي، چې د پراختیایي چارو په برخه کې د ستونزو د لرې کولو لپاره خپلې ژمنې تر سره کړي.

د هغه په وینا نه یواځې د دې لپاره چې موږ دا خبره کوو؛ چې دوی ته په کار دي، له فساد سره مبارزه وکړي یا دا چې موږ وایو تاسو ته په کار دي، چې دا منابع په دې لارو ولګوي، بلکه د دې لپاره چې دوی هم په دې باور دي؛ چې دا هغه څه دي، چې دوی یې باید د خپل بریالیتوب لپاره تر سره کړي.

الکس له فساد سره د مبازې د اړتیا په اړه خبرې کړي دي او زیاتوي، زه فکر کوم چې دا مهمه ده.

هغه دا هم ویلي، چې په عین حال کې متحد ایالات هم باید د خپلو لګښتونو په اړه ډیر روښانه وي. بیا نو که چرته افغان چارواکي د خپلو لګښتونو او کار په برخه کې پاتې راغلل او یا دا چې برعکس له فساد سره د مبارزې په برخه کې یې خپلې ژمنې عملي کړې د همهغې په اساس به متحد ایالات هم عمل کوي.

افغانستان د دوه زره دولسم مالي کال په ترځ کې یو اعشاره اته میلونه ډالره له "یو. اېس اېډ" څخه تر لاس کړې وې؛ چې دا د ټولو هغو بهرنیو مرستو چې له افغانستان سره کېږي؛ تقریباً نیمایي جوړوي.

متحد ایالاتو وروسته له دوهمې نړیوالې جګړې څخه د خپل مارشال پلان له لارې چې کومې مرستې له هیوادونو سره کړي دي؛ نو تر ټولو ډیرې پیسې یې په افغانستان کې لګولي دي.

د "یو. اېس. ايډ" د ارقامو له مخې د دې مرستو له لارې ډیر مهم بریالیتوبونه هم تر سترګو کېږي؛ لکه له دوه زره یوولسم کال راهیسې په افغانستان کې روغتیایي خدمتونه ډیر شوي او د ژوند توقع په سلو کې ۱۵-۲۰ پورې لوړه شوې ده.

د "یو. اېس. ايډ" د ارقامو له مخې د معارف په برخه کې هم ډیر بدلون راغلی؛ له نهه لکه ماشومانو څخه چې ښوونځیو ته به تلل په دوه زره یوولسم کال کې خبره اته میلونو ته رسیدلې وه؛ چې په سلو کې اوه دیرش یې نجونې وې.

خو تقلب او رشوت هم ډیر زیات وو. د متحد ایالات د مالي پلټني یوه پخواني مامور اټکل کړی و؛ چې د دې مرستو په سلو کې پنځلس د فساد له امله ضایع شوي دي.

په دې لړ کې دوه کاله مخکې له کابل بانک څخه د ۹۳۵ میلونو ډالرو غلا یاده شوی ده. راپور زیاتوي، پر دې قضیې لا هم پلټنې روانې دي او د دې پایلې داسې دي لکه له دې هیواده د بهرنیو ځواکونو تر وتلو دمخه د اقتصادي ثبات او اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې چې د دې هیواد د ژمنو اندازه ترې ولګول شي.
XS
SM
MD
LG