افغانستان
ننګرهار: د خوګیاڼیو ولسوال له یوې چاودنې روغ وتلی دی
د امنيې قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقي وال ازادۍ راډيو ته وویل؛ چې نن سهار د خوګياڼو ولسوال سیدالرحمن پر موټر چاودنه شوې، چې خپله ترې روغ وتلی ولې درې ساتوونکي يي ټپیان شوي دي.
نوموړی وايي، چې ولسوال د وظیفي په لور روان و، چې د کوټ ولسوالۍ د ډاګې په ساحه کې پرې د ځای پرځای شوی ماین چاودنه وشوه.
بل خوا د بټي کوټ ولسوال میرزا محمد نصرت وايي؛ چې په دې پيښه کې د ولسوال یو تن ساتوونکی وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان دي.
د دې پيښې مسولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د واورو له امله له کابل سره د ډايکنډي، غور او باميان ولايتونو لارې تړل شوي

د دایکنډي، غور او بامیان ولایتونو لپاره د طالبانو چارواکو پرون ویلي، سخت اورښتونه او توفانونه له کابل سره د دغو ولایتونو د لارو د تړل کېدو سبب شوي دي.
د غور لپاره د طالبانو د والي ویاند عبدالواحد حماس پرون د غور-کابل د لویې لارې د تړل کېدو موضوع تایید کړه او وايي د مرکز او شپږو ولسوالیو ترمنځ لارې هم بندې دي.
د بامیان لپاره د طالبانو چارواکو هم د دایکنډي، غور او بامیان ولایتونو له اوسېدونکو غوښتنه کړې، چې د هوا د وضعیت تر ښه کېدو پورې د دغو ولایتونو پر لویو لارو له سفر کولو ډډه وکړي.
د روغتيا سازمان: هر افغان ماشوم بايد د پوليو ضد واکسين شي

د روغتیا نړیوال سازمان یا WHO وایي، له پولیو څخه د یوه خلاص افغانستان لپاره اړینه ده چې کوچني ماشومان د پولیو ضد واکسین په هر کمپاین کې واکسین شي.
WHO پرون په یوه ټویټ کې ویلي، پولیو یوه ناعلاجه ناروغي ده خو یوازې هغه مهال یې مخه نیول کېدای شي چې ټول له پنځو کلونو کمعمره ماشومان په هر کمپاین کې د پولیو پر ضد واکسن شي.
د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا په دې کار سره یوازې خپل ماشومان نه ساتئ بلکې د ټولو لپاره یوه سالمه او خوندي ټولنه هم رامنځته کوئ.
د پولیو ضد د واکسین په هغه کمپاین کې چې په تېره جنوري میاشت کې د افغانستان په شاوخوا پنځلسو ولایتونو کې ترسره شو، له پنځو کلونو کمعمره ۵،۳ ملیونه ماشومان په نښه شوي و.
په افغانستان کې چې تېر۲۰۲۲ کال د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې وې، سږ کال تر اوسه د پولیو هیڅ یوه پېښه نهده ثبت شوې.
د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا تېر کال پاکستان کې د پولیو۲۰ او موزمبیق کې اته مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
اوچا: افغانستان کې مرستو ته اړتيا ډېره شوې

د ملګروملتونو د بشري مرستود همغږۍ اداره یا اوچا وایي، سره لهدې چې تېر۲۰۲۲کال مرستندویه ادارو په افغانستان کې ۲۵،۳ ملیون وګړو ته مرستې رسولي خو اړتیاوې لا هم خورا زیاتې دي.
اوچا پرون په یوه ټویټ کې ویلي، په بېساري توګه د تېر کال له غبرګون سره سره د سږني ۲۰۲۳ کال لید مبهم او ستونزمن ښکاري.
اوچا ویلي، د یوه تر ټولو ناوړه حالت د مخنیوي لپاره عاجل تمویل او یوه مناسب عملیاتي چاپيریال ته اړتیا ده.
اوچا دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې په غیردولتي مؤسسو کې پر ښځینه کارکونکو د طالبانو له لوري د لګول شوي بندیز له کبله ډېرو مرستندویه ادارو په دې هېواد کې خپل فعالیتونه یا بشپړ او یاهم جزي درولي دي.
د کډوالو عالي کمېشنري: پکتيکا او خوست کې مو زرګونه زلزلهځپلو ته سرپناوې برابر کړي

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ، UNHCR وایي، په پکتیکا او خوست ولایتونو کې یې د هغو په زرګونو کسانو لپاره ګرمې سرپناوې برابرې کړي دي چې کورونه یې د تېرې سرطان میاشتې په زلزله کې ویجاړ شوي و.
د افغانستان لپاره د UNHCR څانګې پرون په خپله ټویټرپاڼه کې په دې اړه چې دغې ادارې زیانمن شویو کسانو ته څومره ګرمې سرپناوې برابرې کړي نور جزیات نهدي ورکړي.
خو يادې ادارې ویلي یې دي، مخکې له دې چې ژمی پیل شي، د پکتيکا په ګیان ولسوالۍ کې یې له اوو زره ډېرو کورنیو سره د نغدو پیسو او د کورنیو توکو مرستې کړي دي.
د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ په وینا د دغو مرستو چې د قزاقستان لهخوا برابرې شوې، هدف دا و چې هره کورنۍ د ځان لپاره د سونګ موادو د اخیستو وس او هم په ژمي کې د تودوخي لپاره وسایل ولري.
دغې زلزلې د پکتیکا ګیان او برمل ولسوالیو او د خوست سپیرې ولسوالۍ خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي و.
روزا اوتونبايووا: حرفوي زدهکړې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره مهمې دي

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره روزا اوتونبایووا وایي، حرفوي زدهکړې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره ډېرې مهمې دي او ښځې او نجونې باید پهکې ونډه ولري.
یوناما پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې ویلي، چې مېرمن اوتانبایووا د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زدهکړو له ادارې څخه کتنه ترسره کړه ترڅو د دغې ادارې د فعالیتونو په اړه معلومات ترلاسه کړي او په دې هم پوه شي چې څومره نجونو ته د حرفوي زدهکړو امکانات برابر شوي دي.
د طالبانو د دغې ادارې مشر مولوي غلام حیدر شهامت د دغې کتنې په اړه په یوه ټویټ کې یوازې دومره ویلي چې، ځوان نسل ښه استعدادونه لري چې ورڅخه کار نهدی اخیستل شوی خو اداره یې اوس دې ته ژمنه ده چې د هر هغه ځوان ملاتړ به کوي چې د وطن لپاره د خدمت اراده ولري.
نوموړي د نجونو د زدهکړې یادونه نهده کړې خو د دې ادارې مرستیال، مولوي غلام سعید احساس په یوه جلا ټویټ کې ویلي، د ښځو د زدهکړې او کار ستونزه به ډېر ژر هواره شي او هیله یې ښودلې چې د علم زدهکړه له سیاست جلا شي.
طالبانو چې له مخکې یې نجونې او ښځې له شپږم ټولګي پورته له لوړو زدهکړو بې برخې کړي، په تېره ډسمبر میاشت کې په غیردولتي مؤسسو کې یې د ښځو پر کار هم بندیز ولګاوه.
د طالبانو حکومت: له ازبکستان به د ريلګاډي خدمات بېرته پيل شي

د طالبانو د حکومت د اوسپنې پټلۍ د ادارې چارواکي وایي، روانه اونۍ یو پلاوی ازبکستان ته ځي چې له دې هېواده د افغانستان حیرتان - مزارشریف پر غځول شوې د ریلګاډي پر پټلۍ د سوداګریزو توکو د انتقالاتو ستونزه حل کړي.
د دې ادارې ویاند سمیع دراني تېره ورځ ازادي راډیو ته وویل چې، له ازبکستان لوري سره د اسلامي امارت د اړوندو ادارو په ګډون د جوړې شوې کمېټې په وروستیو څو غونډو کې موافقه شوې چې د دغه پټلۍ مدیریت او ټولې چارې به افغانستان ته سپارل کېږي.
نوموړي وويل: "یو اکشن پلان ترتیب شوی دی. د دغه اکشن پلان پر اساس باید یوه تفاهم نامه له ازبکستان سره نهایي او لاسلیک شي. د دغې تفاهم نامې لهمخې به د ازبکستان حیرتان پټلۍ ځینې چارې ازبکستان ته سپارل کېږي. تمه ده په دغه سفر کې به دغه موافقه نهایي شي او انشاالله له حیرتان مزارشریف د وسپنې پټلۍ څخه به د سوداګریزو توکو انتقالات بېرته پیل شي."
د ازبکستان د ریل پټلۍ ادارې تېره اوونۍ اعلان وکړ چې، د دغې پټلۍ فعالیت یې له دې کبله ځنډولی چې افغانستان نهدی توانېدلی چې پر وخت د دغې پروژې تخنیکي ساتنه وکړي.
زابل کې په دوو ترافيکي پېښو کې ۲ کسان مړه او لس ټپيان شوي دي

په زابل کې نن مازیګر په دو جلا جلا ترافیکو پېښو کې دوه کسان مړه او لس نور ټپیان شوي دي.
د زابل د عامي روغتیا رئیس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي ازادي رادیو ته وویل، چې لومړۍ پېښه د دې ولایت په ډبرو پله سیمه کې د کرولا او لوکسل موټر ترمنځ شوې او دوهمه پېښه هممهاله د مرکز کلات اړوند په مغلېزو سیمه کې د بابوجې اوفلډر موټر ترمنځ شوې.
د نوموړي په وینا په دواړو پېښو کې دوه کسان مړه او لس نور ټپیان شوي دي.
د کندهار - کابل عمومي لاره چې تر ډېره ويجاړه ده، ډېری وخت ترې د ترافيکي پېښو راپورونه ورکول کېږي.
د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د يوې اتلس کلنې نجلۍ جسد موندل شوی

تېره شپه د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ په یوه مانده کې د یوې اتلس کلنې نجلۍ جسد موندل شوی چې په مرموز ډول وژل شوې ده.
په کندهار کې د طالبانو د والي ویاند حاجي زید رسنیو ته ویلي، د وژل شوې نجلۍ جسد د سپین بولدک روغتون ته انتقال شوی خو لا یې هم خپل خپلوان نهدي موندل شوي.
تر اوسه د دې پېښې څرنګوالی نهدی معلوم.
د والي ویاند دغه راز زیاتوي، تېره ورځ ناوخته د دې ولسوالۍ د ملا ولي ویالې په سیمه کي د دوو کسانو ترمنځ د ځمکې پر سر په خپل منځي شخړه کې یو کس ویشتل شوی او وژل شوی دی.
ټام وېسټ د کډوالو ادارې او د روغتيا نړيوال سازمان له مشرانو سره کتلي

د افغانستان لپاره د امریکا متحدهایالاتو ځانګړی استازی ټام وېسټ وايي، په جینوا کې یې د ملګروملتونو د کډوالو ادارې او روغتیا سازمان له مشرانو سره کتلي.
وېسټ نن سهار په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دا سازمانونه او نور مرستندویه ارګانونه په افغانستان کې په ژوند ژغورنکو عملیاتو بوخت دي او د مهاجرینو، کډوالو او د ناورینونو له قربانیو ملاتړ کوي.
ټام وېسټ وايي، جینوا کې یې له خپلو نورو شریکانو سره هم د طالبانو په وروستیو بندیزونو او هغو سیاستونو بحث کړی چې له امله یې ملیونه افغانانو ته د مرستو رسول له ګواښ سره مخ کړي.
د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په ټویټرپاڼه زیاته شوې، دا چې په افغانستان کې په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د بشري حقونو وضعیت خرابېږي، نو باید دوی ته د لاسرسي، مرستې او راپور ورکولو په برخه کې ملاتړ وشي.
د اسیا د کرېکټ شورا د افغانستان د کرېکټ بورډ بودیجه زیاته کړې ده

د افغانستان کرېکټ بورډ مشر ميرويس اشرف پر خپلې فېس بوک پاڼې ليکلي، د اسیا د کرېکټ شورا د افغانستان د کرېکټ بورډ بودیجه زیاته کړې ده.
ښاغلي اشرف او د اسیا د کرېکټ شورا د نورو غړیو هېوادونو مشرانو د شنبې په ورځ په بحرین کې د شورا په یوه بېړنۍ ناسته کې ګډون درلود.
میرویس اشرف داسې وخت د اسیايي شورا د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی چې په دې وروستیو کې د افغانستان د کرېکټ راتلونکي ته اندېښنې په ډېرېدو دي.
ځینو ټيمونو له هغې ډلې اسټرالیا میاشت مخکې له افغانستان سره خپلې لوبې په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر تعلیم د طالبانو د بندیز په غبرګون لغوه کړې.