د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۱:۰۸

ازبکستان په افغانستان کې د نړېوالو پوځي تجهیزاتو ته سترګې نیولي دي


په داسې حال کې چې لویدیځ هیوادونه د ۲۰۱۴ کال په پای کې د خپلو ځواکونو ایستلو ته تیاري نیسي ازبکستان د افغانستان له جګړې پاتې پوځي تجهیزاتو او وسایطو ته سترګې نیولې دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه د ناټو د غړو هیوادونو د چارواکو، د بشري حقونو د فعالانو او د جرمني خبري سرچینو په حواله راپور ورکوي؛ چې پر ازبکستان له نړیوالو بندیزونو سره سره ازبک چارواکو د خپل پوځ لپاره د تجهیزاتو د برابرولو په مقصد د امریکا، برتانیا او جرمني له حکومتونو سره په پټه تماسونه نیولي دي.

ورځپاڼه لیکي، چې د امریکا حکومت د ازبکستان دې وړاندیز ته په دومره جدي نظر ګوري؛ چې په دې خاطر حتی د وسلو د خرڅلاو هغه بندیز چې له نژدې یوې لسیزې راهیسې پردې هیواد لګول شوی؛ هم ښايي له منځه ولاړ شي.

د غیرحکومتي ټولنو د ځینو کارپوهانو په وینا د دواړو هیوادونو استازو په روانه میاشت کې په دې اړه د بحث لپاره په واشنګټن کې څو غونډې هم کړې دي.

د جرمني چاپ شپیګل مجله لیکي، چې د ازبکستان د غوښتنو په لیست کې سپکې وسلې، په شپه کې د لیدلو عینکې، د ماین موندلو وسایل، د نقشې لارښود (ناويګیشن سیسټم)، زغرګاډي، هیلیکوپټرې، حتی بې پیلوټه الوتکې او نور تجهیزات شامل دي او ازبک چارواکي په دې نظر دي، چې دا وسایل که مستعمل او خیرن هم وي مهمه نه ده.

د شپیګل په وینا ازبک چارواکي په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو نیټې ته د خپلو پوځي اړتیاوو د بشپړولو د ورځې په سترګه ګوري.

نیویارک ټایمز لیکي، د ازبکستان غوښتنه د لویدیځو هیوادونو لپاره په زړه پورې ده؛ خو ښايي کریملین چې د ازبکستان له ګاونډي هیواد قرغزستان سره د وسلو د یوې معاملې په فکر کې دی ناراضه کړي.

هغه څه چې ازبکستان یې د دې معاملې په بدل کې د ناټو غړو ته په نظر کې لري؛ خورا زیات ارزښت لري، ځکه په پام کې ده، چې د ناټو غړي په راروانو دوو کلونو کې خپل شاوخوا اویازره موټر او یولک او شل زره کانټینرونه له افغانستانه وباسي خو د دې ټولو وسایطو او وسایلو د ایستلو لپاره د اورګاډي پټلۍ او پاخه سړکونه په کار دي.

په ۲۰۱۱ کال کې له عراقه د ځواکونو د ایستلو پرمهال معلومه شوه چې امریکا ته د مستعملو پوځي تجهیزاتو د انتقال مصارف عموماً د هغو تر اصلي بیې اوړي.
XS
SM
MD
LG