د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۹:۰۴

په افغانستان کې د بشري حقونو ساتنه په شک کې ده


د بشري حقونو د څارنې سازمان (هویمن رایتس واچ) په یوه راپور کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم په دې هیواد کې د بشري حقونو د وضعې د خرابیدو او نورو ګواښونو په اړه اندیښنه ښولې او په سر کې یې د آسیا څانګې د رییس "براډ اډم" څرګندونې راخیستي چې وایي:

"په افغانستان کې د بشري حقونو ساتنه په شک کې ده او دا ځکه چې په دې هیواد کې ادارې فساد، د قانون د حاکمیت کمزورتیا، خرابې حکومتدارۍ، له سیاست څخه ناوړه ګتې اخیستنې او عملونو افغانان له خپلو اساسي حقونو څخه محروم کړي دي."

د بشري حقونو د څارنې سازمان په راپور کې ویل شوې؛ د جمهور رییس حامد کرزي حکومت د بشري حقونو سرغړونکو جنګسالارانو او په ادارې فساد کې ښکیلو چارواکو ته د حکومت تر واک لاندې سیمو کې معافیت ورکړی دی.

له ۲۰۰۱ کال وروسته په افغانستان کې د ښځو په حقونو کې د نظر وړښه والی راغلی و؛ خو په ۲۰۱۲ م کال کې د هېواد په ځینو برخو کې د امنیت په خرابیدو سره د ښځو حقونو ته پوره زیان رسیدلی دی.

د بشري حقونو د څارنې سازمان په راپور کې دغه راز لیکي؛ طالبان او نور وسله وال په غیر قانوني او نامشروع ډول په ملکیانو باندې حملو ته دوام ورکوي، د ملکي او پوځي هدفونو تر منځ توپیر نه کوي.

د بشري حقونو د څارنې د سازمان په راپور کې راغلي؛ دا چې نړیواله ټولنه له افغانستان څخه ستړي شوې؛ د بشري حقونو د ساتنې په مقصد یې په افغان حکومت فشارونه هم کم کړي دي.

افغانستان ته د نړیوالو مرستو په کمیدو سره دا مهال هم یوشمېر ښوونځي او روغتیایي مرکزونه تړل شوي دي.

د بشري حقونو د څارنې سازمان د ۲۰۱۳ کال په دې راپور کې ویلي؛ د افغانستان قضایي سیسټم د پخوا په څير د ښځو حقونو ته ګواښ دی او یوازې د ۲۰۱۲ م کال د سپرلې راهیسې ۴۰۰ ښځې او ځوانې نجونې د اخلاقي جرمونو او له کوره د فرار یا تيښتې د جرمونو په نامه بندیانې شوې دي.

دا په داسي حال کې ده، چې له کوره تېښته د افغانستان د قوانینو پر اساس جرم نه دی. په راپور کې دا هم ویل شوي، چې د افغانستان په زیاتو برخو کې لا هم عنعنوي یا دودېزه میکانيزم حاکم دی او دا یوازې په ښځو باندې د ظلم او وحشت عملي کول دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې، "افغانستان له ۲۰۱۴ م کال وروسته" تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلې او د څلورو احتمالاتو له تشریح وروسته لیکي:

اصلې ستونزه دا ده، چې د افغانستان په شخړې کې د شاملو اړخونو په خاص ډول د امریکا د واقعي ارادې اټکل ګران کار دی. د افغانستان په اړه ټول احتمالات د پاکستان لپاره پیچلتیاوې رامنځ ته کوي؛ خو پاکستان باید په هیڅ ډول په خپلې خوښې پسې ونه ګرځي.

پاکستان باید ټولو افغانانو ته په یوه سترګه وګوري او د شمال اتحاد سره د اړیکو ښه کولو لپاره باید هم زیاتې هلې ځلې وکړي.

ډان لیکي، هرڅومره ژر چې ممکنه وې، پاکستان باید په قبایلې سيمو کې د پاکستانې طالبانو پر ضد اغیزناک عملیات وکړي. دا کار باید له ۲۰۱۴ کال وروسته سمدستې او یا هم مخکې وشي او دا ځکه چې طالبانو د کابل پر ځای اسلام اباد ته ګوته ماشه کړې ده.
XS
SM
MD
LG