د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۱:۱۳

په انقره کې د امريکا پر سفارت ځان وژونکی بريد شوی


يوه ځان وژونکي په انقره کې د امريکا پر سفارت په بريد کې يو ساتونکی وژلی او يوه ښځه سخته ټپي کړې ده.

ترکي او امريکايي چارواکو دغه بريد غندلی او تروريستي حمله يې بللې ده.

که څه هم د بريد مسووليت چا نه دی منلی، خو د ترکيې چارواکي وايي، دوی ګومان کوي، چې بريد کوونکي به له سيمه ييزې کيڼ اړخې سخت دريځې ډلې سره اړیکې درلودې.

په دې ځان وژونکي بريد کې د بريد کوونکي تر څنګ د سفارت يو ساتونکی وژل شوی او یو تن سخت ټپي شوی دی. د ترکيې چارواکو دا ”تروريستي بريد” بللی دی.

د ترکيې صدراعظم رجب طيب اردوغان د تروريستي عناصرو په وړاندې د مبارزې لپاره د نړيوالو هڅو غوښتنه وکړه.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې ويکټوريا نولانډ وويل؛ امريکايي او ترکي چارواکي د هغې په وينا د دې ”ټروريستي بريد” په اړه څېړنه کوي.

”فکر کوم دې ته اړتيا ده، چې ترکي لوری څېړنې ته پرېښودل شي. موږ به پوره همکاري وسره کوو، د هغې څېړنې په نتيجه کې به معلومه شي، چې د جنايت مرتکب څوک و.”

تر حملې لنډه شېبه وروسته د ترکيې لپاره د امريکا سفير فرانسيس ريچارډوني د سفارت د ودانۍ پر عمومي دروازه راڅرګند شو او له خبريالانو سره يې خبرې وکړې:

”دا مهال موږ ټول د خپل سفارت د همکار په مړينې خوابدي يو. د هغه زړورتيا ترکيې او د ترکيې او امريکا په دوستۍ کې يې خدمت ته درناوی کوو. له کورنۍ سره يې خواخوږي څرګندوو”

په همدې حال کې د ترکيې د کورنيو چارو وزير معمر ګولر وويل په دې بريد کې ټپی شوی کس يوه مېرمن ده، چې روغتيايي وضعيت يې نازک دی او دوه نور امنيتي ساتونکي سطحا ټپيان شوي دي.

ده ويلي، ښايي بريد کوونکي به د خلق د ازادۍ له انقلابي جبهې سره ارتباط درلود، چې دا هم يوه کيڼ اړخې ممنوعه ډله ده.

د ترکيې رسنيو بريد کوونکی ايجيويت سانلي او د دې جبهې غړی بللی دی.

په وروستيو کلونو کې کيڼ اړخو فعالانو له کردي ياغيانو او نورو سخت دريځو سره يوځای په ترکيه کې ځينې بريدونه کړي دي.

په ۲۰۰۷م کال په انقره کې يوه بريد نهه تنه ووژل چې مسووليت يې پر يوه کيڼ اړخي ځان وژونکي بريدګر واچول شو.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت بيا امريکايي اتباعو ته خبرداری ورکړی، چې بيدار واوسي، هغو سيمو ته دې نه ځي ګڼه ګوڼه په کې وي، له مظاهرو او لويو غونډو دې هم ډډه وکړي.
XS
SM
MD
LG