د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۱:۳۸

نړۍ

په ترکیه کې د امریکا پر سفارت یو ځان وژونکی برید شوی

يوه ځان وژونکي د ترکيې په پلازمېنه انقره کې د امريکا پر سفارت حمله وکړه.

په پېښه کې په خپله بريد کوونکی او د سفارت يو ساتونکی وژل شوي دي او یوه مېرمن سخته ټپي شوې ده.

د امريکا او ترکيې چارواکو دا ”تروريستی حمله“ بللې.

چا د پېښې مسووليت نه دی منلی، خو د ترکيې د کورنيو چارو وزير معمر ګولر وويل؛ داسې ښکاري، چې بريد کوونکي د سيمې له کيڼ اړخې سخت دريځې ډلې سره اړيکې درلودې.

د ترکيې صدراعظم رجب طيب اردوغان پرون په اسټانبول دا د سولې په وړاندې بريد وباله:

”ځانمرګي بريدکوونکي ځان وژلی، د معلوماتو له مخې يو امنيتي ساتونکی هم وژل شوی دی. په بريد کې ځينې کسان ټپيان شوي، چې دوی ته عاجله شفا غواړو. دا زموږ په هېواد کې د سولې په وړاندې بريد دی.”

اردوغان دغه راز د تروريستي عناصرو په وړاندې د مبارزې لپاره د نړيوالو هڅو غوښتنه وکړه.

امريکا دغه بريد غندلی، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې ويکټوریا نولاند وويل:

”موږ په انقره کې پر خپل سفارت دغه ځان وژونکی بريد په کلکه غندو. يوه ټروريست ځان وژونکي په انقره کې زموږ د سفارت پوسته په نښه کړه. زموږ يو سيمه ييز ساتونکی وژل شوی. له کورنۍ سره يې خپله ژوره خواخوږي څرګندوو.“

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د ناټو عمومي منشي: هغه څه چې ختيځه اسيا کې پېښيږي اروپا يي له پامه نه‌شي غورځولی

د ناټو عمومي منشي ينس سټولتنبرګ

د ناټو عمومي منشي وايي، هغه څه چې په ختيځه اسيا کې پېښيږي اروپا يي له پامه نه‌شي غورځولی، ځکه نړيوال امنيت يو له بل سره تړلی دی.

ینس ستولتنبرګ وایي، دا مهمه ده چې ناتو په اندوـ پاسفیک Indo-Pacificسیمه کې له خپلو شریکانو سره له نژدې کار وکړي.

ستولتنبرګ په جاپان کې په یوه غونډه کې چې د کییو پوهنتون رابللې وه وویل، په ټوله نړۍ، په تېره اندوـ پاسفیک سیمه کې له شریکانو سره کار کول د یوې خطرناکې او نه اټکل کېدونکې نړۍ ته د ځواب یوه برخه ده.

ستولتنبرګ ژمنه وکړه چې له توکیو سره به اړیکې پیاوړې کړي، ترڅو په اوکراین کې د روسیې د یرغل او له چین سره یې د پوځي همکاریو د زیاتېدو له امله مخ په زیاتېدونکي کړکېچن امنیتي چاپيریال ته لاره هواره کړي.

د المپيک کمېټه: نړيوالو لوبو کې د روسيې او اوکراين پر ګډون د بنديز په اړه مذاکرات ناشوني دي

د اوکراين ولسمشر د المپيک د نړيوالې کمېټې له مشر سره

د المپیک نړیواله کمېټې پرون یوځل بیا ټینګار وکړ چې په نړیوالو سپورتي لوبو کې د روسیې او اوکراین پر ګډون د بندیز په اړه مذاکرات ناشونې دي.

د المپیک نړیوالې کمېټې پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته د روسیې او د روسې د متحد بېلاروس پر سپورت بندیز ولګاوه.

د لګېدلي بندیز له‌مخې د دې دوو هېوادونو وزشکاران په لوبو کې د خپلو هېوادونو تر بیرغ لاندې د ګډون اجازه نه‌لري.

له دې مخکې د روسیې د المپیک د کمېټې مشر ویلي و، باید له هغو لوبغاړو سره چې د روسیې استازیتوب کوي د نورو هېوادونو پرتله د جلا شرایطو په اساس چلند ونه شي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاریس کې د ۲۰۲۴ کال په المپیک لوبو کې د روسي لوبغاړو د احتمالي ګډون په اړه ګونګوسې په زیاتېدو دي، خو د المپیک د نړیوالې کمیټې ویاند پرون وویل په دې لوبو کې د روسیې او بېلاروس د لوبغاړو د ګډون په اړه مذاکرات امکان نه‌لري.

ویاند زیاته کړه چې په دې اړه د ډسمبر په نهمه د المپپک د نړیوالې کمیټې په سرمشریزه کې عمومي پرېکړه شوې ده.

سرچيني: امريکا اوکراين ته د پوځي تجهيزاتو د استولو تياری نيسي

اوکراين سره د امريکا پوځي مرستې، انځور - ارشيف

امریکايي سرچینې وايي، چې متحدایالات اوکراین ته د څه باندې دوه میلیارد ډالر په ارزښت د پوځي تجهیزاتو استولو ته تیاري نیسي.

دوو امریکايي چارواکو پرون رویټرز خبري اژانس ته وویل، په دې تجهیزاتو کې به د لومړي ځل لپاره تر پخوانیو هغو د اوږده واټن ویشتونکي توغندي او نورې وسلې او مهمات شامل وي.

دوی ویلي تمه ده چې امریکا به دا مرسته په روانه اوونۍ کې اعلان کړی.

د دوی په وینا د پوځي مرستو په دې بسته کې د توغندیو ضد پاتریوت سیسټم د ملاتړ پرزې، په لوړ دقت سره رهبري کېدونکي مهمات او د ټانک ضد جاویلین ډله توغندي هم شامل دی.

د یوه چارواکي په وینا د دې مرستو لومړۍ جوپه به د امریکا د اوسني دولتي وسله تون پر ځای له صنعتي سکتور څخه واستول شي.

ايران کې اعتراض کوونکو له 'سده جشن' په استفادې حکومت ضد لاريون وکړ

ايران کې سده جشن

په ایران کې اعتراض کوونکو له سَده جشن په استفاده د حکومت پر خلاف لارو کوڅو ته په اعتراض راووتل.

سده جشن د ایران یو لرغونی جشن دی، چې هر کال د سلواغې/ دلوې پر لسمه په اورلوبو سره په ډله‌ییز ډول لمانځل کېږي.

د تهران په اکباتان ښارګوټي کې اعتراض کوونکو د دغه جشن د لمانځلو پر مهال لوی اور بل کړ او ویې ویل، چې دوی د حکومت پر پلان خپل اعتراض څرګندوي چې غواړي د خلکو ازادۍ محدودې کړي.

اعتراض کوونکو شعار ورکاوه: مرګ پر دیکتاتور! د دوی اشاره د ایران رهبر ایت اله علي خامنه اي ته وه.

د اعتراضونو د دغه ډول صحنو راپورونه د ایران له یزد، کرمان، شېراز، کرمانشاه، کرمان او مشهد کې هم ورکړل شوي دي.

په ایران کې ناکرارۍ وروسته له هغې پیل شوې، چې د سپټمبر میاشتې پر ۱۶مه د مهسا امیني په نوم یوې ۲۲ کلنې نجلۍ د پولیسو په توقیف کې ساه ورکړه.

هغه په بشپړ ډول د حجاب نه رعایت په تور د ګشت ارشاد د پولیسو له‌خوا نیول شوې وه او پلویان یې وايي، هغې د شکنجې په نتیجه کې ساه ورکړې ده.

محمود عباس اسرائيل د تاوتريخوالي په زياتولو تورن کړ

محمود عباس

د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس د سې‌شنبې په ورځ اسرائیل، په لوېدیځه غاړه کې د تاوتریخوالي په زیاتولو تورن کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له دواړو لوریو د کرارۍ غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې واشنګټن د دواړو لوریو ترمنځ د لانجې حل ته ژمن دی.

د فلسطیني ادارې مشر عباس د اسرائیل د ټولو یواړخیزو اقداماتو د بندېدو غوښتنه وکړه، چې د ده په وینا د لاسلیک شویو موافقو او نړیوال قانون خلاف دي.

هغه د فلسطینیانو هغه پخوانۍ غوښتنه بیا تکرار کړه، چې اسرائیل دې خپل اشغال پای ته ورسوي.

په وروستیو کې په سیمه کې بیا تاوتریخوالی زیات شوی، چې دې مسئلې اندېښنې ولاړې کړې دي.

سپنې ماڼۍ په پېښور کې د دوشنبې د ورځې بريد غندلی دی

پېښور کې هغه جومات چې تېره دوشنبه په‌کې بريد وشو

سپینې ماڼۍ د خیبرپښتونخوا په پېښور کې د دوشنبې ورځې وژونکې حمله په کلکه وغندله.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند ادریان واټسن پرون سې‌شنبه وویل، واشنګټن چمتو دی، چې له پاکستانه د بهبودۍ په هڅو کې ملاتړ وکړي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش دغه حمله غندلې وه.

د ازادۍ راډیو د خبر مرکزي څانګې د راپور له‌مخې په یوه جومات کې د هغې چاودنې د مړو شمېر تر سلو اوښتی دی.

ډېری قربانیان پولیس وو.

تر دې حملې لنډه شېبه وروسته د پاکستاني طالبانو یوه قوماندان سربکف مهمند د هغې مسوولیت ومانه.

خو د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراساني بیا وروسته په دې حمله کې د خپلې ډلې لاس لرل رد کړل او یې ویل، د دوی په پالیسۍ کې د مذهبي ځایونو په نښه کول نه‌شته.

په پیښور کې د پروني ځانمرګي برید د وژل شویو شمېر ۹۰ ته لوړ شو

د پېښور د پروني ځانمرګي برید د وژل شویو شمېر ۹۰ تنو ته لوړ شو.

د پېښور د مرکزي روغتون ویاند محمدعاصم خان نن سهار رسنیو ته ویلي چې تېره شپه نورو کسانو هم د سختو ټپونو له کبله سا ورکړه.

هغه ویلي چې ډېری قربانیان پولیسان دي.

د ژغورنې د ډلې یو مشر بلال فیضي ویلي چې د دوی کسان لاهم د پېښې په ځای کې کار کوي ځکه د نړېدلي جومات منځ کې نور مړه او ټپیان هم ښايي پاتې وي.

په پېښه کې د ۱۵۰ کسانو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوی.

تراوسه معلومه نه ده چې بریدکوونکی څنګه د پېښور پولیس لاینز سیمې ته چې کلک امنیتې تدابیر په کې نیول شوی ننوتی دی.

دا چې دا حمله په رښتیا چا کړې ده تراوسه په دقیق ډول نه ده معلومه.

د پاکستاني طالبانو یوه قوماندان سر به کف مومند له چاودنې وروسته ادعا وکړه چې دا برید دوی کړی خو څو ساعته وروسته د دې ډلې ویاند محمدخراساني اعلان وکړ چې پر جوماتونو، مدرسو او سپېڅلو ځایونو حملې د دوی پالیسي نه ده.

د خیبرپښتونخوا سرپرست اعلی وزیر محمد اعظم خان د قربانیانو په ویر نن په دې ایالت کې عمومي ویر اعلان کړی.

روسي ځواکونو د اوکراین جګړه کې د پرمختګونو ادعا کړې

د اوکراین د روانې جګړې یو انځور

د روسیې پوځ ادعا کوي چې د اوکراین د ختیځ په جګړه کې یې ځینې پرمختګونه کړي دي.

د راپورونو له مخې مسکو هڅه کړې چې سرحدي سیمې کورسک ته اضافي سرتېري ولېږي چې هلته د جګړې لیکې په پیاوړې کړي.

اوکراین بیا جګړه کې د روسي پوځیانو د پرمختګ ادعا رد کړې او ویلې یې دي، د دوی ځواکونو هېڅ کوم مورچل له لاسه نه دی ورکړی.

کییف په ځلونو له خپل لوېدیځ متحدانو غوښتي چې د روسیې په ضد جګړه کې تجهیزات او امکانات ورکړي.

یو شمېر هېوادونو له هغې ډلې امریکا، جرمني، پولند او بریتانیا په دې وروستیو ورځو کې وویل چې اوکراین ته یې ۱۳۰ ټانکونه سپارلي دي.

په پېښور کې د پرونۍ چاودنې د وژل شویو شمېر ۸۳ ته رسېدلی

د پېښور د مرکزي روغتون ویاند محمد اعظم خان نن سهار رسنیو ته ویلي چې د تېرې شپې پر مهال نور جسدونه هم تر خاورو لاندې را ایستل شوي دي.

په پېښور کې د یوه جومات دننه د پرونۍ ځانمرګې حملې د وژل شویو شمېر ۸۳ ته ختلی دی.

د پېښور د مرکزي روغتون ویاند محمد اعظم خان نن سهار رسنیو ته ویلي چې د تېرې شپې پر مهال نور جسدونه هم تر خاورو لاندې را ایستل شوي دي.

هغه اندېښنه وښوده چې د پولیس لاینز سیمې د جومات د یوې برخې د نړېدو له کبله اندېښنه شته چې د وژل شویو په شمېر کې نور بدلون هم راشي.

په راپورونو کې د ټپيانو شمېر شاوخوا ۱۵۰، خو ځینو رسنیو بیا د ۵۷ ټپیانو یادونه کړې ده.

له دې سره همهاله د خیبرپښتونخوا سرپرست اعلی وزیر محمد اعظم خان د قربانیانو په ویر نن په دې ایالت کې عمومي ویر اعلان کړی دی.

که څه هم د پاکستاني طالبانو یوه قومندان سربه کف مهمند ادعا وکړه چې برید دوی ترسره کړی، خو وروسته د دغې ډلې ویاند محمد خراساني برید کې لاس لرل رد کړل.

د فرانسې ولسمشر اوکراین ته د جنګي جټ الوتکو د استولو احتمال رد نه کړ

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وايي چې فرانسه اوکراین ته د جنګي جټ الوتکو د استولو احتمال نه ردوي، خو هغه زیاته کړه چې د دې کار لپاره باید خاص شرایط رامنځته شي.

مکرون پرون په هاګ کې د هالنډ له صدراعظم مارک روټ سره په ګډ خبري کنفرانس کې د دې پوښتنې په ځواب کې دا څرګندونې وکړې چې فرانسه اوکراین ته جنګي جټ الوتکو د استولو په اړه غور کوي که نه؟

مکرون وویل چې هېڅ احتمال به له پامه ونه غورځول شي او زیاته یې کړه چې په دې کې دا احتمال هم نه ردېږي چې دا جنګي الوتکې به د روسیې له قلمرو سره هم تماس وکړي.

هغه دا یادونه هم وکړه چې د دې الوتکو په ورکولو سره به د فرانسې پوځ کمزوری نه شي.

د فرانسې ولسمشر همداراز وویل چې اوکراین باید په رسمي ډول د دې الوتکو د ترلاسه کولو غوښتنه وکړي.

په پام کې ده چې ښاغلی مکرون نن سه شنبې د اوکراین د دفاع له وزیر اولیکسي ریزنیکوف سره په پاریس کې وګوري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG