د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

″پاکستان د شرارت محور″ د افغانستان په چارو کې د پاکستان لاسوهنې بیانوي


″پاکستان د شرارت محور″ د هغه کتاب نوم دی، چې په دې وروستیو کې د یوه پخواني افغان ډیپلوماټ له خوا خپور شوی.

د سیاسي چارو څېړونکی او په پاکستان کې پخوانی افغان ډیپلوماټ احمد سعیدي د دې کتاب لیکوال دی، ده ازادۍ راډیو ته وویل، چې د افغانستان حالاتو او په هیواد کې د پاکستان لاسوهنو، دی ددې کتاب لیکلو ته اړ کړ.


په افغانستان کې د ګاونډیو په ځانګړي ډول د ایران او پاکستان د لاسوهنو په اړه د بیلا بیلو کتابونو د خپرېدلو په لړ کې دا وار په پاکستان کې یوه پخواني ډیپلوماټ په افغانستان کې د پاکستان له لاسوهنو پرده پورته کړې.

″پاکستان د شرارت محور″ کتاب لیکوال د سیاسي چارو افغان څېړونکی احمد سعیدي دی، نوموړي ازادۍ راډیو ته وویل؛ په افغانستان کې د پاکستان لاسوهني د دې سبب شوې، چې د پاکستان په اړه ویل سوي او نا ویل شوي رازونه په دغه کتاب کې خلکو ته وښيي.

ښاغلی سعیدي د دې کتاب د یو شمېر مهمو ټکو په اړه وايي:

“دغه کتاب مستند او مستدلل دی، بربنډ دی، چې پاکستان څومره د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي.

افغان چارواکو څومره د پاکستانیانو په مقابل کې کمزوری مدریت، ناتواني، بې پروايي او تسلیمي درلوده، چې د افغانستان ملي ګټي په کې زیانمني کېدلې.”

احمد سعیدي وايي، دا یو مستند کتاب دی او د ټولو لیکنو په اړه با اعتباره اسناد ورسره دي.

په وروستیو څو کلونو کې د افغانستان د دوو ګاونډیو ایران او پاکستان په اړه بیلا بیل کتابونه، لکه رد پای فرعون او افغانستان د نفتو په اور کې چاپ او د دغو دوو هیوادونو لاسوهنې یې په افغانستان کې رسوا کړي.

داچې په دې کتاب کې راغلي مطالب تر کومه ځایه مستند او رښتیا دي، د سعید د خپرولو مرکز له مسوول شیر احمد څخه چې دغه کتاب یې لوستی پوښتنه کړې.

“دې کتاب ته یوه لاسته راوړنه ویلای شو، ښاغلي سعیدي په پاکستان کې سیاسي ژوند کړی او د پاکستان د ادارو په اړه پوره معلومات لري، ویلای شم، هغه معلومات چې په دې کتاب کې راغلي بشپړ دي.”

د افغانستان په چارو کې لاسوهنې یوازي “پاکستان د شرارت محور” په یوه کتاب کې نه ځاییږي، بلکې افغان چارواکي او د سیاسي چارو پوهان تل پر پاکستان او ایران تور لګوي، چې په دې هیواد کې په بیلا بیلو برخو کې لاسوهنې کوي او خپلي ګتي غواړي.

خو د دواړو هیوادونو چارواکو هر ډول تورنه رد کړي دي.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG