د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۴:۵۶

په افغانستان کې د امریکا له خوا مرسته شوې په څه ډول مصرفیږي؟


خاص سرپلټونکې جان سوپکو
د امریکا یوه څارونکې اداره خبرداری ورکوي، چې د امریکا د مرستو له پیسو به افغان امنیتي ځواکونو ته تیل له ایرانه اخیستل شوي وي، چې دا کار پر تهران د واشنګټن له لوري له لګول شویو بندیزونه سرغړونه ده.

د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا د خاص سرپلټونکي دفتر له پنتاګون څخه وغوښتل، چې د امریکا پر پیسو په تیره بیا اوس چې هڅه کیږي مرستې دې مستقیما د کابل حکومت ته ورکړل شي، څارنه قوي کړي ترڅو معلومه شي، چې دغه پیسې په څه ډول مصرفیږي.

افغانستان د خپلې انرژۍ د اړتیاو د پوره کولو لپاره تر ډیره حده پر وارداتو متکې دی، چې روسیه، ترکمنستان او ایران یې مهم تمویلونکي بلل کیږي.

د فرانسپرس خبري اژانس د راپور له مخې د افغانستان د تیلو د وارداتو د اندازې څرک لګول ځکه ګران دي، چې د دې هېواد ګمرکي اسناد د اعتبار وړ نه دي خو د امریکا د بهرنیو چارو وزات د امریکا د خاص سرپلټونکې دفتر یا SIGAR ته ویلي، چې افغانستان د اړتیا وړ تیلو دریمه برخه یا نیمایي له ایرانه واردوي.

خاص سرپلټونکې جان سوپکو په خپل راپور کې ویلي، چې واشنګټن د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ ۱،۱ میلیارډ ډالره د تیلو اخیستو ته ځانګړې کړي او وراد شوي تیل یې د افغانستان اردو ته ورکړي دي.

هغه په دې راپور کې لیکلي، چې دې حقیقت ته په پام سره چې متحدو ایالتونو د افغانستان امنتیي ځواکونو ته تیل په پیسو اخیستي او هغه یې افغانستان ته وارد کړي ورسره دا اندیښنې هم راپورته شوي چې ممکن د امریکا د دغې مرستې له پیسو د ایران تیل اخیستل شوي وي چې دا کارپردې هیواد د امریکا له اقتصادي بندیزونو سره بیخي په ټکرکې دي.

پر ایران د اټومي پروګرام په خاطر امریکا او یو شمېر نورو لویدیځو هېوادونو سخت بندیزونه لګولي دي.

لویدیځ شک کوي، چې ایران په پټه د اټومي وسلو د تولید هڅه کوي خو تهران دغه ادعا ردوي او وایي، چې اټومي پروګرام یې سوله ییز دی.

د تصدیق کولو د هغې پروسې له مخې چې د تیر کال له نومبره باید پرې عمل وشي، افغان امنیتي ځواکونو ته د تیلو خرڅلاو باید واضح شي چې له ایران څخه تیل نه اخیستل کیږي.

سوپکو په دغه راپور کې چې د امریکا د دفاع وزیرلیون پانیتا او د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلینتن ته استولی ویلي، چې د تیر۲۰۱۲کال د فبرورۍ د میاشتې مخکې پنتاګون د تصدیق کولو یوه پروسله نه لرله او همدا علت و، چې د تیلو پر وارداتو، او د پلورونکو له خوا د تیلو د لیږدولو پرقراردادیانو څارنه محدوده وه.

د هغه په وینا د دغې پروسې د نشتوالي له امله پنتاګون نشوای کولای چې دا معلومه کړي چې د ۱۰۰۷ او ۲۰۱۲ کلونوترمنځ د ۱،۱ میلیارډ ډالرو په ارزښت تیل چې د افغانستان ملي اردو ته اخیستل شوي پکې د ایران تیل شته او که نه؟

د امريکا خاص سرپلټونکي دغه راز د دې یادونه کړې چې پنتاګون ته به لا ډیره ګرانه وي چې کله واشنګټن د راتلونکې مارچ له میاشتې مستقیما د افغانستان حکومت ته مرستې ورکوی، د پیسو د لګولو څرنګوالی معلوم کړی.

په راپور کې خبرداری ورکول شوی، چې د امریکا حکومت باید د څارنې یو میکانیزم رامنځ ته کړي ترڅو وکولای شي د هغو څه باندې یو میلیارډ ډالرو پر مرستې مستقیمه څارنه وکړي چې له ۲۰۱۳ کال څخه د پنځو کلونو په مخه یانې تر ۲۰۱۸ کاله پورې یواځې د تیلو لپاره د افغانستان امنیتي ځواکونوته ورکول کیږي ترڅو دا ډاډ حاصل شي چې د افغانستان حکومت له دغو پیسود امریکا د اقتصادي بندیزونوخلاف کارنه اخلي.
XS
SM
MD
LG