د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

اروپايي ټولنې د روغتیا او کرنې په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړه


اروپايي ټولنه له افغانستان سره د (روغتیايي خدماتو او کرونده ګرو سره د ملاتړ، تر پروګرام) لاندې تر یونیم سل میلیونو زیاتو یورو مرسته کوي. دغه پیسي به د روغتیا او کرنیزو چارو د پرمختیا لپاره ولګول شي.

اروپايي کمیسیون او د افغانستان د مالیې وزیر(عمر زاخیلوال) له افغانستان سره د ۱۸۵ میلیونو یورو د (نویو مرستو) پریکړه لیک لاسلیک کړ.

د اروپايي ټولنې د مرستې د دې پيسو، یوه برخه به د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د ۱۴میلیونو خلکو لپاره د اساسي طبي خدماتو د پياوړتیا په برخه کې ولګول شي.

د روغتیا وزارت به د همدې مرستو په مټ خپله دا ستراتیژي(روغتیا د ټولو افغانانو) لپاره تطبیق کړي.

د دې ستراتیژۍ پراساس به هڅه وشي، چې په لیرې پرتو سیمو کې بې وزلي افغانان به په اساني سره طبي پرسونل او طبي امکاناتوته لاس رسی ولري.

د اروپايي اتحادیې د نویو مرستو د پروګرام له لارې به د ابو لګولو پروګرام او کرکېله هم پياوړه شي.

د افغانستان په سلو کې اتیا خلک پر کرنه ولاړ دي.

له کروندګرو څخه د ملاتړ پروګرام په مرسته به د کرنې وزارت د کرنیزو چارو د پیاوړتیا لپاره یوه مناسبه ستراتیژي او د اوبو لګولو د زیرمو یو پلان برابر کړي.

خصوصي سکټور به پیاوړی کړي او د موسمي کارونو زمینه به برابره کړي.

د دې پلان له مخې به له بزګرانو سره د کوکنارو د بدیل کښت د غلې دانې د کرلو په برخه کې مرسته وشي.

له هغوي سره به د اصلاح شوي بوټو د کرلو او پلورلو لپاره د ښه مارکېټ د موندنې هڅې وشي.
د اروپايي کمیسیون د پرمختیایي چارو کمیشنر ( اندریس پیبالګس) وویل: افغانان د جګړې له کبله د رامنځ ته شوې بې ثباتي او ډيري خوارځواکي او بې وزلي څخه سخت ځوریدلي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د اروپا د پرمختیایي چارو د مرستو له لارې به د افغانستان ځوریدلو خلکو ته د یوې ښې راتلونکي لپاره هیلې پيدا شي.

د اروپايي اتحادیې د نویو مرستو په مټ به افغانان او افغانستان د انتقال له دورې څخه تحول ته او وروسته به پر خپلو پښو ودریږي.

اروپايي اتحادیه له افغانستان سره د رسمي چارو په پیاوړتیا او بشري مرستو کې یوه لویه مرسته کوونکي ګڼله کېږي.
XS
SM
MD
LG