د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۴

"راتلونکې کال به په افغانستان کې په مسولانه توګه جګړه پای ته ورسوو"


د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکا د جګړې د پای ته رسولو په موضوع یوه لیکنه خپره کړې ده او په سر کې یې وايي:

ولسمشر بارک اوباما په دې وروستیو کې ویلي چې، راتلونکې کال به په افغانستان کې په مسولانه توګه جګړه پای ته ورسوي.

ورځپاڼه وايي، د دې مسالې په وړاندې مسولانه چلن باید، په سیمه کې شته واقیعتونه ومني.

په افغانستان کې تاوتریخوالې او ناکرارۍ ژورې ريښې لري او سره له دې چې د ژمې په سړه هوا کې په دې هېواد کې په جګړه کې کمي راځي، خو بیا هم په متوسطه توګه د دې هېواد په بېلابېلو برخو کې د مخالفو وسلوالو له خوا په ورځ کې پنځوس بریدونه کیږي.

د ورځپاڼې په وینا، هغه څه چې بیړنۍ اړتیا ورته شته دا دي چې، د امریکا متحده ایالات او متحدین یې باید په دې هېواد کې مخکې پراته چیلنجونه په واقعي بڼه واروزي او په وړاندې یې لا نور سیاسي چلن غوره کړي او په دې هېواد کې له ۲۰۱۴ م کال وروسته، د ښکیلتیا په اړه ژمنه وکړي.

د نیویارک ټایمز په وینا دا کار اسانه نه دی، په واشنګټن او د نړۍ په نورو پایتختونو کې د افغانستان په اړه ابهام زیاتیږي.

ورځپاڼه زیاتوي، په دې هېواد کې پراخه پوځي او ملکي پانګوونه چې په ترڅ کې یې یوازې د امریکا متحدو ایالتونو له ۲۰۰۱ م کال راهیسې درې اتیا میلیارده ډالر لګولي تر ډیر د لویدیځ د امنیتي اړتیاوو په برخه کې وه، د دې پرځای چې د دې هېواد په پیچلي ټولنیز جوړښت، سیاسي اقتصاد او د هغه څه په اړه پر پوهیدو لګیدلې وې، چې د دې خلکو د لومړیتوبونو لپاره مهم دي.

د فارین پالیسې خپرونې بیا ( په ټولګي کې ملت جوړونه )تر سرلیک لاندې یوه مقاله خپره کړې ده او په یوه برخه کې یې وايي:

دا مهمه ده، چې پوه شو هغه څه چې ولسمشر بارک اوباما یې په افغانستان کې کوي کټ مټ هېواد جوړونه نه ده، بلکې باثباته کول دی.

د خپرونې په باور د ترویزم ضد هغه ستراتیژي چې اوباما یې د ۲۰۰۹ م کال په پای کې د عملي کول امر وکړ، په کې د هېواد تر ټولو لانجمنو برخو ته د ملکي مامورینو او بودیجې د استولو وړاندوینه شوې وه، چې ورسره سیمه ییزې حکومتدارې ښې شي، شفافیت زیات شي، څو د عامو افغانانو زړونه تر لاسه شي او طالبان خپله څنډې ته شي.

خپرونه زیاتوي، دا په یو صندوق کې ملت جوړونه وه چې ناکامه شوه. د خپرونې په باور څیړنو یو په بل پسې وښوده چې ملکي هڅو د عادي افغانانو په فکري بڼه کې کوم بدلون نه دی راوستی بلکې هغوي یې نور هم د بهرنیو ځواکونو د حضور او افغان حکومت په وړاندې بدبینه کړې دي.

د فارین پالیسې په وینا هغه هڅې چې په امنو سیمو کې اغیزمنې وې د کندهار، هلمند او ارزګان په شان ناامنو سیمو کې یې اغیز نه درلود، دا هغه سیمې دي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په کې تل د تر لاسه شویو بریاوو د لاسه ورکولو ویره ده.

د فارین پالیسۍ خپرونې لیکوال په پای کې وايي:

په داسې حال کې چې د پاکستان سره د افغانستان د پولي په اوږدو کې د تروریزم خطر په کمیږي، خو بل چیرې په شمالي افریقا کې دا خطر پراخیږي.

لیکوال لیکي، زه ډاډمن نه یم چې ولسمشر بارک اوباما د افغانستان سره د کړي اوږد تهعد په برخه کې د ملي امنیت سره تړلې یو قانع کونکی دلیل نه شي وړاندې کولی.

خو لیکوال زیاتوي زه د یو ساده څه وړاندیز کوم هغه دا چې افغانستان موږ په دې چیکړو کې ورغورځولی او د را ایستلو لپاره یې باید هره هغه مرسته وکړو چې توان کې مو وې.
XS
SM
MD
LG