د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۳

امریکا په سوریه کې پر پوځي مداخلې فکر کوي


اوباما
اوباما
د امریکا ولسمشر بارک اوباما له امریکایي نیوریپبلک خپرونې او سي بي اس ټلویزیوني کانال سره په مرکو کې وویل، چې ده ته تر اوسه دا مساله نه ده حل شوې، چې ایا په سوریه کې د امریکا پوځي مداخله به په دې هېواد کې د دوه ویشت میاشتنۍ کورنۍ جګړه له پای ته رسیدو سره مرسته وکړي او که به وضعیت لاخراب کړي.

اوباما دا څرګندونې د هغو انتقادونو په ځواب کې کولې، چې وایي، متحده ایالاتو په سوریه کې چې زرګونه کسان وژل شوي او میلیونونه بې ځایه شوي کافي مداخله نه ده کړې.

له یادو رسنیو سره د اوباما د مرکو متن د یکشنبې په ورځ خپور شوی دی.

د رویترز اژانس د راپور له مخې د امریکا متحده ایالاتو له قدرته د ولسمشر بشارالاسد د لیرې کیدو غوښتنه کړې او د اپوزیسیون ایتلاف یي په رسمیت پیژندلی خو تر اوسه پورې یي د رژیم وسله والو مخالفانو ته چې د اسد د رژیم د ړنګیدو لپاره وسله واله مبارزه کوي، د وسلو له ورکولو ډډه کړی ده.

اوباما وویل، د سوریې وضعیت ته په پام سره ماسره دا پوښتنې تراوسه نه دي حل شوی، چې ایا موږ کولای شو دغه وضعیت بدل کړو او زیاته یې کړه دی باید دا مساله وڅیړي، چې امریکایي ځواکونه چې اوس په افغانستان کې د تروریزم په وړاندې جګړه پرمخه وړي د پنتاګون وړتیاو ته په پام سره ایا په سوریه کې پوځي مداخله ګټوره ده او که به ورسره شخړې لا زیاتې شي او خبره د کیمیاوي وسلو استعمال ته هم ورسیږي.

اوباما وویل، له کومو لارو چارو کیدای شی چې د اسد له لیری کیدو وروسته د یوی باثباته سوریې ډاډ حاصل شی.

اوباما دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې، چې د سویس په داوس ښار کې د نړۍ مشرانو په غونډه کې وویل، دوي هیله من ول چې امریکا په جیپولیتیکې موضوعاتو لکه د سوریي او مالي په بحرانو کې زیاته ونډه واخلي.

په مالي کې له القاعده سره په تړوا د سخت دریځو وسله والو پر ضد فرانسې حملې پیل کړي دي.

د امریکا د دفاع وزیر لیون پانیتا د تیرې شنبې په ورځ وویل، چې متحده ایالات به په هوا کې هغو فرانسوي جت الوتکو ته تیل ورسوي چې په مالي کې د سخت دریځو وسله والو پر مورچلو حملې کوي.

په دې سره به د متحده ایالاتونو ونډه، چې تر اوسه د استخباراتي معلوماتو په شریکولو او هوایي لوژیستیکې ملاتړ پورې محدوده وه، زیاته شي.

اوباما د هغو انتقادونو په ځواب کې چې وایی متحده ایالات لکه د سوریی د بحران په څیر په بهرنی پالیسی کې بی تفاوته پاتی شوی دی وویل، اداری یی هغو نړیوالو هڅو ته جنګی الوتکې ورکړی چې په نتیجه کې یی د لیبا پخوانی واکمن معمرالقذافی له واکه لیری شو او هم یی دهغو هڅوی مشری کوله چې په نتیجه کې یی د مصر پخوانی ولسمشر حسنی مبارک دی ته اړکړ چې قدرت پریږدی.

خو هغه وویل، د سوریی په اړه یی اداره غواړی دا ډاډ حاصل کړي چې د امریکا اقدام برعکس نتیجه ورنه کړي.

اوباما له سي بي اس ټلویزیون سره په خبرو کې وویل چې موږنشوی کولای چې په نړۍ کې د هربحران د انتقال اوتغیرپرهراړخ کنټرل ولرو او زیاته یې کړه کله هم ځینې چارې له ادارې وځي.
XS
SM
MD
LG