د افغانستان د دفاع وزارت وايي، له ترهګرۍ سره د افغانستان او پاکستان ګډه مبارزه اسلام اباد ته د افغانستان د دفاع د وزیر د سفر د اجنډا یوه مساله ده.
ښاغلی بسم الله محمدي د یوه پلاوي په مشرۍ د پنځه ورځني سفر لپاره اسلام اباد ته رسیدلی دی.
د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې د پاکستان د نه همکاریو په اړه د ځینو افغان چارواکو له شکایتونو سره سره د دفاع وزارت چارواکي هیله مند دي؛ چې اسلام اباد ته د دفاع د وزیر سفر به لاسته راوړنې ولري.
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي ازادي راډیو ته وویل؛ چې اسلام اباد ته د یوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ د دفاع وزیر بسم الله محمدي د پاکستان د لوی درستیز اشفاق کیاني په بلنه تللی دی.
د دفاع د وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ چې په دې سفر کې به له پاکستانیو چارواکو سره د افغانستان او سیمې په امنیتي مسایلو اوله ترهګرۍ سره په ګډې مبارزې خبرې وشي:
"اوله مساله په امنیتي مسایلو کې د دوه اړخیزو همکاریو زیاتوالی دی؛ دویمه مساله د افغانستان د سولې او امنیت په مسایلو کې د پاکستان د لا ډيرې همکارۍ راجلبول دي؛ هڅه به وشي، چې له ترهګرۍ سره په ګډه یوه مبارزه وشي."
ښاغلي عظیمي په دې اړه نور جزیات ور نه کړل؛ چې افغانستان له پاکستان سره د ترهګرۍ په وړاندې څرنګه ګډه مبارزه غواړي.
خو هغه وویل، چې په دې وروستیو کې هومره چې افغانستان له ځان وژونکو حملو او چاودنو ځوریږي، هومره پاکستان هم ترې زیانمن کیږي.
دغه سفر په داسې حال کې کیږي چې پخوا تر دې افغان چارواکو تل شکایت کړی چې پاکستان له ترهګرۍ سره په مبارزه کې ریښتنې همکاري نه کوي او ددې هیواد ځینې کړۍ د افغانستان د دولت له وسلوالو مخالفینو سره مرسته او ملاتړ کوي.
خو ښاغلي عظیمي وویل، چې په دې وروستیو کې د پاکستانیو چارواکو په نظر کې د پام وړ بدلون ترسترګو شوی.
نوموړي وویل، چې کابل ته د شفاق کیاني په وروستي سفر او د ترکیې په درې اړخیزه غونډه کې پاکستانیو چارواکو مثبتې څرګندونې کړي دي.
خو د افغان چارواکو پر خلاف یو شمیر کتوونکي لا هم د پاکستان د نیت په اړه شکمن دي.
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت پخواني مرستیال عبدالهادي خالد ازادي راډیو ته په دې اړه وویل:
"که چیرې پاکستان وغواړي، چې صادقانه همکاري وکړي، دا د دواړو هیوادونو په ګټه دی. خو په هر حال کې باید زموږ د دفاع وزیر په دې وپوهیږي؛ هغه پاکستان چې په تیرو دریو لسیزو کې همکاریو ته حاضر نه و، په دې وخت کې چې بهرني عسکر له افغانستان څخه وځي، زه فکر نه کوم چې پاکستان له افغانستان سره صادقانه همکاري وکړي.
زما له نظره پاکستان د دوه زور څوارلسم او پنځلسم کلونو په انتظار دی چې د افغانستان وضعیت په خپله خوښه خراب کړي او خپل لاسپوځی حکومت پکې راولي."
له ډیرو هلو ځلو سره سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې څپڅپانده پاتې شوي دي.
دغه اړیکې څه موده مخکې هغه وخت یو څه زیانمنې شوې چې افغان چارواکو تور ولګاوه د ملي امنیت په عمومي رییس اسد الله خالد وروستۍ ځان وژونکې حمله د ډیرو نورو په شان په پاکستان کې طرحه شوې وه.
همداراز په اوس وخت کې چې افغان پوځي چارواکو ته له پاکستان نه د همکاریو تمه پیدا شوې، یو شمیر افغان سوداګرو له پاکستان سره د سوداګریزو اړیکو د شلولو غوښتنه کړې ځکه د دوی په وینا په زرګونو کانتیرونه یې د میاشتو میاشتو راهیسې په خپلو بندرونو کې درولي دي.