د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۲ وری ۱۴۰۰ کابل ۰۸:۳۲

د یهودانو ګڼې وژنې مناسبت ته د نړۍ په ګوټ ګوټ کې درناوی وشو


د ۱۹۴۵ کال د جنوري اوه ویشتمه نیټه وه، چې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو په پولنډ کې د یهودي بندیانو د وژنې پر کمپ او شویتځ Auschwitz ولکه ټینګه کړه.

ملګروملتونو په ۲۰۰۵ کال کې دا نیټه د هالوکاست یا د یهودانو د ګڼې وژنې د ورځې په توګه ونوموله.

اوشویتځ هغه کمپ و، چې د جرمني نازي ځواکونو به یهودان پکې شکنجه کول او له هغه ځایه به یې د وژنې لپاره بیول.

دې ورځې ته سږکال د هالوکاست په ترڅ کې د ژغورنې، زړورتیا او پاملرنې نوم ورکړل شوی، یعنې هغو کسانو ته درناوی کیږي چې د نازیانو د واکمنۍ په کلونو کې یې له حتمي مړینې د یهودانو او نورو خلکو د ژغورنې لپاره خپل ژوند په خطر کې اچولی و.

د ملګروملتونو سرمنشي بانکي مون په یوه بیان کې ویلي دي، د هغو کسانو مثالونه چې له ګڼې وژنې د یهودانو او نورو خلکو د ژغورنې لپاره یې خپل ژوند په خطر کې اچولی باید د هغو ننیو انسانانو لپاره چې د یوې ښې نړۍ لپاره هڅه کوي، د الهام سرچینه وي.

د اروپايي پارلمان رییس مارتین شولتز Martin Schulz په دې مناسبت د اروپايي پارلمان په ودانۍ کې د راول والینبرګ Raoul Wallenberg په نوم یوه خونه پرانیسته.

راول والینبرګ یو سویډنی ديپلوماټ و؛ چې په یو کمپ کې یې د زرګونو یهودانو ژوند وژغوره.

د اوکراین د بهرنیوچارووزیر لیونیدکوژارا Leonid Kozhara چې په اروپا کې د امنیت او همکارۍ د سازمان OSCE مشر دی، د نه زغم، تبعیض او د کرکې له وجې د جنایاتو په وړاندې په مبارزه کې د نویو هڅو د پیل غوښتنه وکړه.

سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي دي چې د هالوکاست خاطره د عمل او همداراز د ویر او عکس العمل د وخت یادونه کوي.

په مسکو کې د روسیې د یهودانو ستر مذهبي مشر بیریل لازار Berel Lazar د یهودانو په موزیم کې په جوړو شویو مراسمو کې ګډون وکړ. لازار وویل، دا خطر تل شته چې تاریخ تکرار شي:

"هالوکاست موږ ته له بده مرغه دا درس راکوي چې که دا پیښه یوځل وشوه، ښايي بیا تکرار شي او دا موږ د ټولې نړۍ په بیلابیلو سیمو کې وینو. دا نه یوازې د یهودانو ضد احساسات او تبصرې دي، بلکې په عمل کې هم لیدل کیږي."

د هنګري صدراعظم ویکتوراوربان Viktor Orban د یهودانو ضد احساساتو غندنه کړه. د اوربان حکومت په تیر وخت کې د هنګري د سیاستوالو او رسنیو له خوا د یهودي ضد احساساتو او ویناوو په وړاندې په کمزوري عکس العمل تورن شوی و.

د ۱۹۴۴ کال په لومړیو کې نازیانو نژدې شپږسوه زره یهودان د هنګري چارواکو په مرسته راغونډ کړل او د پولنډ اوشویتز کمپ ته یې ولیږل چې وروسته بیا اکثر په ګاز مسموم شول. په هنګري کې اوس هم شاوخوا سل زره یهودان ژوند کوي.
XS
SM
MD
LG