د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۵۹

په اذرباييجان کې شا وخوا سل کسان نيول شوي


د اذرباييجان په پلازمېنه کې په لسګونو کسان هغه وخت نيول شوي چې پوليسو غوښتل يوه مظاهره خوره- وره کړي.

مظاهره چيانو به اسماعيلي مرکزي ښارګوټي کې له وروستيو اعتراضونو سره خپل يووالی او پيوستون څرګند کړ.

د ازادۍ راډيو د اذرباييجان څانګه راپور ورکوي، چې پوليسو شا و خوا ۱۰۰ کسان نيولي دي، چې په هغو کې وتلی بلاګر امين ملي، د بشري حقونو مدافعه "ملاحت نصیبووا" او تحقيقي خبرياله "خديجه اسماعيلووا" شامل دي.

د نيول شويو کسانو د شمېر په اړه دولتي چارواکو څه نه دي ويلي.

پرونی لاريون د ځوانو فعالانو له خوا تنظیم شوی و؛ چې په زرګونو کسانو په کې برخه درلوده او په اسماعيلي کې يې په وروستيو کې د اعتراض کوونکو په وړاندې د ځواک پر کارولو اعتراض څرګند کړ:

"اسماعيلي نه بيدېږي، دا وقار او د خرڅلاو لپاره نه دی."

اسماعيلي ښارګوټی د پلازمېنې باکو د شمال لوېديځ په ۱۵۰ کيلومترۍ کې پروت دی، چې په وروستيو کې د اعتراضونو په صحنې بدل شوی؛ په دې ځای کې وروستی اعتراض د پنج شنبې په ورځ وشو.

په دې ښارګوټي کې اعتراض وروسته له هغې پيل شو، چې د موټرو ټکر وشو او د يوه سيمه ييز هوټل خاوند په کې دخيل و، وروسته دشپې له خوا بلوا وشوه.

لانجه وروسته په چټکۍ سره شديده شوه، په لسګونو کسانو پر هوټل بريد وکړ او ګڼو موټرو ته يې اور واچاوه.

په اذرباييجان کې په وروستيو کې څو تنظيم شوي اعتراضونه شوي، چې اسماعيلي هم د ورته ناکرارۍ شاهده وه.

د پنج شنبې په ورځ په سلګونو کسان بيا د دې ښارګوټي لارو کوڅو ته راووتل او د والي د ليرې کېدو غوښتنه يې وکړه. دی د بلوا پر مهال د لسګونو نيول شويو کسانو د خوشې کېدو غوښتنه هم وکړه.

د جنورۍ پر ۱۹مه هم پوليسو له هغو دکاندارانو سره شخړه وکړه؛ چې د کرايو د لوړېدو له کبله يې لاس په اعتراض پورې کړی و.
XS
SM
MD
LG