د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۵

مصر لا پریکړه نه ده کړې چې د ایران د اټمي پروګرام په اړه مذاکرې په دغه هېواد کې وشي او کنه؟


د مصر دولتي خبري اژانس “مینا” د یو مصري مقام له قوله لیکې: اصولاً مصر د هر هغه اقدام هرکلۍ کوي چې په منځني ختیځ کې سوله او ثبات راوړي، خو مصر لا تر اوسه پریکړه نه ده کړې چې د ایران د اټمي پروګرام په اړه مذاکرې په دغه هېواد کې وشي او کنه؟

تهران وړاندیز کړی دی، چې دا ځل د اټمي پروګرام په اړه خبري چې د ایران او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځو دایمي غړیو هېوادونو او جرمني سره به کېږي په مصر کې وشي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځه دایمي غړي، امریکا، فرانسه، روسیه، چین او بریتانیا ده، خو په دې مذاکرو کې جرمني هم شامل دي.

د ایران د بهرنيو چارو وزیر “ علي اکبر صالحي” په قاهره کې وویل، چې مصر د دغه وړاندیزهرکلۍ وکړ.

نړېوال ځواکونه غواړي، چې د ایران د اټمي پروګرام خبرې ژر تر رژره له سره پيل شي.

د اروپا د بهرني سیاست د ادارې رئیسي “ کاترین آشتون” د چار شنبې په ورځ وویل، موږ هر څومره چې ژر کېږي د ایران د اټمي پروګرام په اړه د مذاکرو د بیا پيل غوښتونکې يو، د دې لپاره چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه د نړېوالې ټولنې د اندیښنو په لیرې کولو کې ریښتینی پرمختګ وشي.

کاترین اشتون له ایران سره، د دې هېواد د اټمي پروګرام په اړه د امنیت شورا د پنځو هېوادونو او جرمني د مذاکرو استازیتوب کوي.

د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو د ادارې ویاند “ مایکل من” وویل، له ایران سره د لویدیځو هېوادنو خبرې دوام لري، دوي هیلمن دي، چې له ایران سره دغه مذاکرې ژر تر ژره له سره پیل شي او د راتلونکو خبرو او د ځای د کېفیت په اړه یوه توافق ته سره ورسیږي.

یو لویدیځ مقام چې د خپل نوم له ښودلو یې ډډه کړې ده، د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي، د خبرو د میزباني لپاره د څو هېوادونو وړاندیز شوی دی،مقام زیاتوي:

“دوي د خبرو د میزباني لپاره د هيڅ یوه هېواد سره مخالفت نه کوي، خو ایران دی، چې تل د بېلابېلو هېوادنو وړاندیز کوي.

د مذاکرو لپاره د ځای خبره مهمه نه ده، خو فکر کېږي چې ایران هڅه کوي په یو ډول دغه مذاکرې وځنډوي.”

د ایران او پنځو هېوادونو جمع جرمني ترمنځ د اټمي پروګرام وروستۍ خبرې تیر دوبی په مسکو کې وشوې، هغه وخت تهران د لویدیځو هېوادونو وړاندیز چې ایران د یورانیمو د غني کولو فعالیت لږ کړي ردکړ.

لویدیځ هېوادونه فکر کوي، چې تهران د اټمي وسلې د جوړیدو تکل لري، خو ایران تل دغه ادعاوي رد کړي دي، وايي چې د، دوی اټومي پروګرام سوله ییز دی.
XS
SM
MD
LG