د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۹

له سوریي څخه د روسیي اتباعو وتل پیل شوي دي


له سوریي څخه د روسیي اتباعو وتل پیل شوي دي، که څه هم روسیي مقامات وایي چې روسیه په پام کې نه لري چې خپل ټول اتباع له سوریي څخه وباسي خو روانو شخړو ته په پام سره دا هېواد باید دی ته چمتو وي چې که د بشارالاسد رژیم ړنګیږي، خپل اتباع وباسي.

دوه الوتکې چې د سوریي له جګړو څخه تښتیدلي د روسیي شاوخوا نوي اتباع په کې سپاره و، پرون د بیروت له نړېوال هوایي ډګر څخه د مسکو پر لوري والوتې.

د روسیي د اظطراري حالاتو وزارت دا خبر تایید کړی، خو مسکو ویلي چې دا له سوریي څخه د روسیي د اتباعو د بشړ وتلو په مانا نه ده.

د روسیي د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال اندري دینسوف ویلي، چې مساله له سوریي څخه د ټولو روسیي اتباعو د وتلو نه ده او نه هم په پام کې ده چې ټول روسان له سوریي ووځي.

په سوریه کې په دویشت میاشتنیو شخړو کې روسیه د بشارالاسد د رژیم قوي ملاتړی پاتې شوې ده.

په همدې موده کې روسیي د ملګروملتونو درې پریکړه لیکونه ویتو کړي چې هدف یي له قدرت څخه د بشارالاسد لیرې کول یا پر هغه فشار راوستل و.

د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې د منځني ختیځ لپاره د روسیي د ولسمشر ولادمیرپوتین د استازی په حواله ویل شوي چې وایي، د سوریی یاغیان ممکن د اسد رژیم ړنګ کړي او روسیه باید له سوریی څخه د خپلو اتباعو د ایستلو لپاره تیاره شي، خو ویل کېږي چې روسیي چارواکو دغه څرګندونې کم اهمیته بللې دي.

د روسیي چارواکو ویلي، چې لسګونه زره روسان په سوریه کې اوسي چې ډیری یی ښځې دي، چې له سوریایي نارینه و سره ودونه کړي دي.

د روسیي د اظطراري حالاتو وزارت ویلي، چې له سوریي څخه د زیاتو روسيي اتباعو د وتلو په اړه معلومات نه لري.

مسکو ویلي، قصد نه لري چې اسد په قدرت کې وساتي خو په دې ټینګار کوي چې هغه باید د بهرنیو فشارونو په نتیجه کې له قدرته لیرې نه شي.

ملګرو ملتونو اټکل کړی، چې د سوریي په شخړو کې له شپیتو زرو زیات کسان وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG