د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۴:۳۴

په اسراييل کې پارلماني انتخابات روان دي


په اسراييل کې پارلماني انتخابات په سيمه ييز وخت نن د سهار اووه بجې پيل شول او تمه ده، چې د شپې تر لسو بجو دوام وکړي.

داسې ښکاري، چې حاکم ايتلاف به بيا هم برلاسي شي، خو پر خپل حال د دې ايتلاف پاتيدو ته انديښنې شته. دې انتخاباتو ته فلسطينان هيلمن نه دي.

د اسراييل په ننيو انتخاباتو کې له نظرپوښتنو داسې ښکارې چې د صدارعظم بنيامين نتنياهو ډله به يوځل بيا ګڼې څوکۍ خپلې کړي.

بنيامين نتنياهو چې کله نن په بيت المقدس کې خپله رايه ورکوله، نو خبريالانو ته يې وويل:

"موږ د اسراييل برياليتوب غواړو، نو موږ ليکود بيتنا ته رايه ورکوو. د دې لپاره چې ليکود ستر دي او له دې سره به ډير اسراييليان بريالي شي او زما ټوله کورنۍ له ماسره هم نظره ده."

د اسراييل په انتخاباتو کې دا ځل داسې نه ښکاري، چې حاکم ايتلاف به د تيرځل په څير يو موټي پاتې شي.

په دې انتخاباتو کې تر اوسه داسې ښکارې، چې د سخت دريځه نفتالي بينيت ګوند، د يهودانو کور، به خلک حيرانه کړي. د دې ګوند څلويښت کلن مشر نفتالي بينيت د اسراييل په سياست کې يوه نوې څيره ده او تر ډيره يې ځوانان او اسراييل ته هغه ورغلي مهاجر جذب کړې دي چې له پخواني شوروي اتحاد ورغلې دي.

داسې ښکاري، چې نفتالي به له فلسطينيانو سره اړيکي نورې هم پيچلي کړي.
نفتالي وايي، چې دې به خپل ملاتړي تر وسه وسه دې ته وهڅوي چې د اسراييل پر خاوره فلسطيني دولت جوړ نه شي.

نفتالي چې نن کله په بيت المقدس کې خپله راييه ورکوله خبريالانو ته وويل:

"زموږ هدف د ټول اسراييلي دولت يو موټي کول دي، د ټولو دينونو، غيرمذهبي ډلو، سيکولر خلکو، ډير مذهبي، عربانو، يهودانو د ټولو يوځاي کيدل، څو متحد شي او د دې ستر ملت لپاره ښه کارونه وکړي."

که چيرته د فلسطينانو کور ګوند ښه نتيجه ترلاسه کړي نو د نتنياهو په ايتلاف کې به دوي مهمه برخه ولري او د کابينې څوکۍ به ترلاسه کړي، چې له دې سره به د اسراييل او فلسطين د سولې پر هڅو منفي تاثير وشي.

سايب عريقات چې له اسراييل سره پخوا د فلسطينيانو د سولې د خبرو مرکه چي و، د اسراييل انتخاباتو ته خوشبين نه دي:

"اوسني حکومت د خبرو پر ځاي ديکته کولو ته مخه کړې، ميشت ځايونو ته توجه کوي او سولې ته نه. نو په راتلونکې کې به ايتلافي حکومت تر انتخاباتو وروسته بيا پر همدې لارې درومي چې ديکتې وکړي او ميشت ځايونو ته توجه وکړي چې دا د دو دولتونو له حل لارې سره مخالفت دي.

موږ هيله لرو چې د اسراييل خلک سوله انتخاب کړي او زه غواړم چې دا ووايم چې موږ له ټول اسراييل سره سوله غواړو نه له دې اسراييلي ګوند يا هغه سره."


ټاکل شوې ده چې د اسراييل انتخابات د شپې تر لسو بجو دوام وکړي.
XS
SM
MD
LG