د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۴

"د بشار الاسد د حکومت ړنګیدل د ایران لپاره “خطر ” دی"


د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنیي مرستیال، علي اکبر ولایتي
د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنیي مرستیال، علي اکبر ولایتي
د ایران د مذهبي مشر یو معاون ویلي دي، که د بشا رالاسد حکومت ړنګ شي نو د اسرائیلو په وړاندې به یې یو مهم مقاومت له لاسه ورکړی وي.

له بلې خوا د سوریې د حکومت مخالف ایتلاف د حکومت تشکیلول ځنډولي دي.

د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنیي مرستیال، علي اکبر ولایتي په یوه ډير قوي پيغام کې، د جمهور ر ئیس بشار الاسد د حکومت ړنګیدل د ایران لپاره “ خطر یا سور خط” ګڼلی دی.

ایران د سوریې د حکومت پر ضد د خلګو د پاڅون د پيل راهیسې په دوامداره توګه د بشار الاسد د حکومت ملاتړ کړی او د سوریې حکومت ته د اسرائیل په وړاندې د یوې مهمي کړۍ په توګه احترام کوي.

د رویترز خبري اژانس، په وینا، علي اکبر ولایتي ویلي دي:

“که د بشارالاسد رژيم نسکور شي، نو د اسرائیلو په وړاندې به د مقاومت اساسي لیکه ماته شي.”

تمه کيږي، علي اکبر ولایتي به د ایران د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې چې د راروان جون په میاشت کيږي اصلي کاندید وي.

علي اکبر ولایتي د لبنان د ( المیادین) سټلایټ تلویزیون ته په مرکه کې، د دې پوښتنې په ځواب کې چې نوموړی، د بشار الاسد، د رژيم نسکوره کیدل سور خط ګڼي وویل “ بلې، اما دا په دې معنا نه ده، چې موږ د سورېې د مشر د انتخاب په برخه کې، د دې هېواد د خلکو پر حق سترګي پټوو.”

دا په داسې حال کې ده، چې د سوریې د حکومت سیاسي مخالفانو له مذاکرو څخه وروسته، د دوشنبې په ورځ د انتقالي حکومت د تشکیل خبره وځنډوله.

د رویترز خبري اژانس لیکي:

د قدرت پر سر د حکومت مخالفي ایتلافي شورا د غړیو ترمنځ اختلاف د انتقالي حکومت د جوړیدو د ناکامۍ سبب ګرځيدلی دی.

دغه شورا چې د تیر دسمبر په میاشت تشکیله شوه، له ۷۰ غړیو څخه جوړه ده او د سخت دریځو اسلام پالو ملاتړ کوونکي ورباندې مسلط دي.

لویدځ هېوادونه او د قطر هېواد چې لویدیځ یې حمایت کوي د دغې شورا ملاتړ کوي.

د سوریې د حکومت مخالف ایتلاف، په یوه اعلامیه کې ویلي دي، یوه کميټه چې د شورا د پنځو غړیو څخه جوړه ده موظفه شوې ده چې په لسو ورځو کې د انتقالي حکومت د جوړلو وړاندیز وکړي.

دغه کمیټه به په دې اړه، لومړی د سوریې د مخالفو ځواکونو، د ازادي سوریې له اردو او دوستو هېوادونو سره مشورې وکړي.

د رویترز خبري اژانس د راپور پر اساس ، ایران د سیمه ییز شعیه مذهبه قدرت په توګه په لبنان کې د حزب الله د ډلې ملاتړ کوي، د سوریې د رژيم اکثره مخالفي ډلې چې لویدیځ یې ملاتړ کوي د تروریستانو په نوم یادوي.

تر اوسه د سوریې په جګړو کې شاوخوا ۶۰ زره کسان وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG