د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۷:۱۳

افغان حکومت د زندانیانو د سیستماتیکې شکنجې په اړه د یونما راپور رد کړ


افغان امنیتي چارواکو د ملګروملتونو د سازمان له خوا خپور شوی راپور چې وایي، د افغانستان په زندانونو او نظارت خانو کې بندیان په سیستماتیک ډول شکنجه کیږي په ټینګه رد کړ.

دوي وایي، چې د افغانستان په زندانونو او توقیف ځایونو کې بشري حقونو ته درناوی کیږي او ټول هغه موارد په پام کې نیول کیږي، چې ملي او نړېوال قوانین په ګوته کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت امنیتی مرستیال جنرال عبدالرحمان رحمان د ملي امنیت له سرپرست سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل، چې د یونما له خوا دا خپور شوی راپور ناسم او له مبالغې ډک دی:

"د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له بندیانو سره شدید ناسم چلند لکه سیستماتیکه شکنجه،د کیبل په واسطه وهل ټکول، اجباري اقرار،د تورنو کسانو ځوړوندول،د تناسلې آلې تاوول،په اعدام ګواښل ،جنسي تیري اوداسې نورو د پولیسو لخوا په شدت او قاطعیت سره ردوي".

د یونما یا په کابل کې د ملګروملتونو د سازمان د سیاسي دفتر لخوا په دې تازه خپور شوي راپور کې د پولیسو او ملي امنیت په زندانونو کې د ۲۰۱۱ له اکتوبر څخه د ۲۰۱۲ میلادي کال تر اکتوبر میاشتې پورې حالات څیړل شوي.

په دې راپور کې له شپږ سوه پنځه دیرش بندیانو سره مرکې شوي او د دوی له نیمایی څخه زیات شمیر ویلي چې دوی یا په سیستماتیک ډول شکنجه شوي او یاهم ورسره زور زیاتی شوی.

په دې راپور کې د څوارلس ډوله شکنجې یادونه شوې چې مهم یې وهل ټکول،د برښنا شوک یا ټکان ورکول او په جنسي تیري او وژنو د توقیف شوو کسانو ګواښل دي.

دا راپور وایی چې پولیسو پورې اړوندو زندانونوکې له بندیانو سره د ناسم چلند اندازه په تیریوه کال کې له پنځه دیرش فیصدو څخه درې څلویښت فیصدو ته لوړه شوې خو د ملي امنیت په توقیف ځایونو کې دا اندازه له شپږ څلویښت فیصدو څخه څلور دیرش فیصدو ته را کمه شوېده.

اروپایی ټولنې،په کابل کې د بریتانیې سفارت،آیساف ځواکونه اود بشري حقونو یوشمیر سازمانونو هم د ملګروملتونو د دې تازه خپور شوي راپور له امله اندیښنه څرګنده کړېده.

خو د ملي امنیت د ریاست سرپرست جنرال حسام الدین حسام سره له دې چې دا راپور ردوي وایی چې په افغانستان کې رواني او استخباراتي جګړه روانه ده او کومو بندیانو چې له یونما سره مرکه کړې هڅه یې کړې چې امنیتي ځواکونه رنګ بدي کړي:

"هر استخباراتي جګړه کوونکي ته چې روزنه ورکول کیږي ورته ویل کیږي که چیرې د څیړنو پرمهال له تاسو نه امنیتی او تحقیقاتي ارګانونه پوښتنې کوي تاسو پر هغوی تورونه ولګوي ترڅو له تاسو نه دفاع وشي.

نو همدا استخباراتي جګړه کوونکي تر فشار لاندې د امنیتي ارګانونو د راوستلو لپاره حتی له کم فرصت نه هم ډیره ګټه پورته کوي".


د ملګرو ملتونو د سازمان لخوا دا راپور په واشنګټن کې د افغان او امریکایی مشرانو له هغې موافقې نه وروسته خپریږي چې باید ټول هغه افغان بندیان افغان حکومت ته وسپارل شي چې دا مهال له امریکایی ځواکونو سره دي.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال جنرال رحمان هم همدې ټکي ته اشاره کوي او وایی چې دا ډول راپورونه ترډیره په خاصو او حساسو وختونوکې خپریږي او ښایی ځانګړي اهداف ولري.

خو ښاغلی رحمان د خبریالانو له دې پوښتنې په څنګ تیر شو چې ایساف او امریکايي ځواکونو دا مهال افغان حکومت ته د زندانیانو سپارل ځنډولي او که نه.
XS
SM
MD
LG