د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۰۴

په نوي ډهلي کې د پنځو جنسي تیري کوونکو د محاکمې لومړی پړاو پیلیږي


د دوشنبې په ورځ په نوي ډهلي کې د هغو پنځو کسانو د محاکمې لومړی پړاو پیلیږي، چې ویل کېږي پر یوې نجلۍ باندې یې په ډله ییزه توګه تجاوز کړی دی.

۲۳ کلنه نجلۍ محصله وه او له تجاوز څخه وروسته د سختو ټپونو له امله مړه شوه.

د ښځو پر خلاف د جرایمو د مخصوصي محکمې رئیس، قاضي “ یوګیش کهنا” د دې قضیې د مخ ته بیولو مشر ټاکل شوی دی.

د دغې دوسيې سره په ارتباط یو شمېر وکېلانو وویل، تمه ده چې عمومي څارنوال “ راجیو موهن” به د پنځو تورنو کسانو پر خلاف د وژني، تجاوز، تښتوني او نورو جرمونو دوسیه وړاندې کړي.

رسمي محاکمه به، وروسته تردې پيل شي چې تورن کسان د لګول شوېو ترونو په اړه خپله دفاع پيل کړي.

د تورنو کسانو مدافع وکېلانو وویل، چې د هغوي موکلان بې ګناه دي.
که د تورنو کسانو جرم ثابت شي نو د مرګ په سزا به محکوم شي.

د پولیسو په وینا په پیښه کې یو بل ښکېل کس چې عمر یې تر اتلسو کالو لږ دی په یوه بیله ځانګړې محکمه کې به محاکمه شي.

د تیر دیسمبر پر ۱۶ نیټه په نوي ډهلي کې ۲۳ کلنه نجلۍ په یوه بس کې چې په حرکت کې و، د اوسپنیزو میلو په ذریعه ووهل شوه او ورسته په ډله ییزه توګه ورباندې تجاوز وشو.

زخمي شوې نجلۍ د درملنې لپاره سینګاپور ته یوړل شوه، دوې اوونۍ وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.

دغه جنایت د هند خلګ ډير حیران کړل. هندیانو د ښځو د امنیت ښه کولو غوښتنه وکړه او پر حکومت یې د فشار راوړلو په مقصد بې سابقه اعتراضونه وکړل.

د هند د واکمن ګوند مشري “ سونیا ګاندي ” ژمنه وکړه چې له دغي قضیې سره به په ډيره منصفانه او عادلانه توګه معامله وسي.

د هند د یوه تلویزیون د راپور پر اساس یوه مدافع وکېل له ستري محکمې غوښتنه کړې ده چې، په نوي ډهلي کې د روانو اعتراضونو او د دې پيښي په اړه د رسنیو له تبعیضه ډکو قضاوتونو له مخي، دغه محاکمه باید له نوي ډهلي څخه دباندي یو بلې محکمي ته منتقله شي.

ویل شوي، چې ستره محکمه به ډيره ژر د مدافع وکېل پر دې غوښتنه غور وکړي.
XS
SM
MD
LG