د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۱ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۵۵

افغان فلم د م.م په مالي مرسته د "کوچهء من" په نامه سریال جوړ کړ


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو اداره وایي، چې غواړي له افغاني سینما سره د مالي مرستې له لارې دې سینما ته وده ورکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو اداره یوناما یو ویاند وایي؛ چې د "کوچهء من یا زما کوڅه" تر نامه لاندې سریال سره یې ځکه مالي مرسته وکړه؛ چې غواړي افغاني سینما او افغاني کلتور ته وده ورکړي.

نظیف الله سالارزي د یکشنبې په ورځ د دې سریال د پرانیستنې په مراسمو کې ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې دا یو ټولنیز سریال دی چې د افغانانو واقعي ژوند په کې انځور شوی دی.

کوچهء من یا زما کوڅه سریال د درې میاشتو په ترڅ کې جوړ شوی؛ چې په ټولنیزو مسایلو باندې څرخي او لوبغاړي یي هم ټول افغانان دي.

د دې سریال ډایرکټر میرویس رکاب د خپل جوړ کړي سریال په هکله ازادۍ راډیو ته وویل، د دې سریال لومړی فصل چې په پنځلس برخې لري جوړ شوی دی:

"د لګښت په هکله یې څه نشم ویلی، خو په ډیر لګښت جوړ شوی دی.

په لومړي فصل کې پنځلس برخې جوړوو او دوهم فصل یې هم پنځلس برخې دی او راتلونکې برخې یې هم پنځلس پنځلس برخې دی.

دوولس برخې مو د درې میاشتو په ترڅ کې جوړ کړ او د دې سریال یوه ښیګڼه دا ده، چې ما د یو سریال په څیر نه دی جوړ کړی، بلکې د یو فلم په څیر مې لنډ جوړ کړی دی."


د دې سریال د پرانیستنې په مراسمو کې د اطلاعات او کلتور وزارت د کلتوري څانګې مرستیال سید مصدق خلیلي هم ګډون کړی و.

ده ژمنه وکړه، چې د افغاني سینما د ودې لپاره به په دې وزارت کې یوه ګډه کميټه جوړه کړي؛ څو وکولی شي، افغاني سینما ته وده ورکړي.

وروستیو درې لسیزو جګړو افغاني سینما هم له ګڼ شمیر ستونزو سره مخ کړه، لوبغاړي یې بهرنیو هیوادونو ته کډه شول او سینما هم خپل د نړی د نورو هیوادونو په پرتله خپل ارزښت له لاسه ورکړ.

خو د تیرو یوولسو کلونو په ترڅ کې د افغاني سینما کارکوونکي او لوبغاړي هڅه کوي؛ چې خپل لیدونکي بیرته راجذب کړي.

د کوچهء من سریال نه مخکې د بزکشي تر نامه لاندې سریال هم په افغانستان او نړۍ کې ډیر لیدونکي پیدا کړل او د رپوټونو له مخې دا مهال د اسکار نړیوالې جایزې ته هم کاندید دی.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG