د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۲

کابل: له لسو زرو فارغانو څخه د کانکور ازموینه واخیستل شوه


د لوړو زده کړو وزارت چارواکي وایي، چې سږ کال د کانکور د ازموینې له یو لکو نوي زرو ګډونوالو څخه به یې شاوخوا اتیا زره د لوړو او نیمه لوړو زده کړو موسسو ته جذب شي.

چارواکي وايي، د کانکور د ازموینې څلویښت فیصده ګډونوالې نجونې دي.

د افغانستان د لوړو زدکړو وزیر ډاکټر عبیدالله عبید په کابل کې یوه خبري غونډې ته وویل؛ چی په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسساتو کې د محصلانود جذب کچه ډیره شوې ده:

"۲۸پوهنځي مو جوړ کړې دي، همدارنګه ۱۲۸ډیپارټمنټونه مو ایجاد کړي؛ درې کاله مخکې تقریباً ۲۴ زره کسان د لوړو زده کړو لپاره جذبیدل، خو اوس موږه ۴۴ زره عالي او نیمه عالي زده کړو ته او همدا رنګه د شپې پوهنځې لپاره ۸۸ زره زده کوونکو ته رسولی؛ چې دا یو لوړ ظرفیت ښيي او موږ به په راتلونکي کې د نورو پوهنځویو په جوړیدو سره به ډیر محصلین جذب کړو."

ښاغلي عبید وویل، چې ټاکل شوې ده، په کابل کې د کانکور ازموینې د یو پنځوس زره ګډونوالو څخه په پنځو پړاونو کې ازموینه واخیستل شي.

که څه هم چارواکي وايي، د پوهنتونو د جذب ظرفیت یې لوړ کړی، خو د سږ کال په کانکور ازموینه کې به بیا هم څه باندې یو لک زده کوونکي هیڅ کومې تحصلي موسسې جذب نشي.

د لوړو زده کړو وزیر وایي، چې د کانکو ازموینه په شفاف ډول په مرکز او ولایاتو واخیستل شوه.

په همدې حال کې دوه تنه د کانکور ګډوال د خپلې ازموینې په اړه وایي، چې نظم مراعات شوی ازموینه ښه تیریږي.

د لوړو زده کړو وزارت په وینا د ولسمشر کرزي د فرمان په اساس له هر ولایت څخه پنځه پنځه تنه هغه زده کوونکي چې تر ټولو ډیرې نمبرې یې وړي دي، د کانکور له ازموینې پرته پوهنتونونو ته لاره پیدا کوي.

د لوړو زده کړو وزارت وایي، چې د کانکور د ازموینې نتیجې به د دلوې میاشتې په پای کې اعلان شي.
XS
SM
MD
LG