د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

"لاهم پنځه فيصده بهرنۍ کمپنۍ افغان دولت ته مالیه نه ورکوي"


ښاغلى توحيدي
ښاغلى توحيدي
د افغانستان د مالیې وزارت تاییدوي، چې لا هم شاوخوا پنځه فیصده بهرنۍ کمپنۍ د افغانستان دولت ته مالیه نه ورکوي، خو په دې اړه ورسره جدي جبرې روانې دي.

د افغانستان د مالیې وزارت چارواکي خبرداری ورکوي؛ هغه بهرنۍ کمپنۍ به له جدي چلند سره مخ شي؛ چې افغان دولت ته د مالیې له ورکولو ډډه کوي.

د مالیې د وزارت ویاند وحیدالله توحیدي وايي، که څه هم په تیرو څو کلونو کې اکثره کمپنۍ افغان دولت ته مالیې ورکولو ته چمتو شوي؛ خو لا هم شاوخوا پنځه فیصده یې مالیې ورکولو ته غاړه نه ده ایښې.

ښاغلي توحیدي وویل، له دغو کمپنیو سره هم خبرې روانې دي او که مالیې ته یې غاړه کینه ښودله نو د جواز د لغوه کیدو په ګډون له بیلابیلو اقداماتو سره به مخ شي:

"هغه شرکتونه چې د مالیو نه ورکولو دوسیه لري او بیاهم د مالیې ورکولو ته نه دي حاضر شوي؛ پنځه په سلوکې یا له هغه څخه هم کم ته رسیږي؛ په هغو باندې هم قوانین تطبیق شوي دي؛ دوی نه شي کولای، چې د دولت له نګولو څخه ځان خلاص کړي؛ نن اوسبا مکلف دي، چې راشي خپله مالیه دولته ته وسپاري."

افغان حکومت په دې وروستیو کې د سوپریم په نوم د یوه شرکت درې کارکوونکي په دې تور نیول شوی وو؛ چې افغان دولت ته یې د مالیې له ورکولو ډډه کوله.

د سپریم شرکت مرکز په هالنډ کې دی او په افغانستان کې امریکايي ځواکونو ته خوارکي مواد او نور اکمالات رسوي.

د افغانستان د لویې څارونوالی د چارواکو په وینا دې شرکت له لانجو وروسته خپله مالیه چې په کال کې اتلس میلونه ډالرو ته رسېده، ورکړه او کارکونکي یې بېرته خوشې شول.

که څه هم د مالیې د وزارت ویاند وايي، چې له پاتې پنځه فیصده شرکتونو سره چې لا یې مالیه نه ده ورکړې؛ خبرې روانې دي، خو د دغو کمپنیو د نومونو له ښودو یې ډډه وکړه.

خو هغه وویل، په تیرو څو کلونو کې له کورنیو او بهرنیو کمپنیو څخه د مالیې په اخیستلو کې ډیر پرمختګ شوی:

"په ټولیزه توګه پنځه نوي په سلو کې بهرنۍ کمپنۍ د مالیو ورکولو ته حاضرې شوي دي؛ البته تر درېیو کالو پځوا دغه ارقام له شپیتو یا له هغه څخه هم کم وو."

هغه زیاته کړه، چې افغان دولت خپله عادي بودجه په سلوکې ۵۷ د کمپنیو له مالیو برابروي؛ چې د ټولو عوایدو په سلو کې ۴۸ جوړوي.

افغان دولت له زیاتو هڅو سره سره اوس هم نه ده توانېدلی، چې په هېواد کې په بشپړه توګه لویې او وړې مالیې راټولې کړي.

کتوونکي وايي، که چېرې مالیې په منظم ډول ټولې شي؛ د افغانستان په عوایدو کې به د پام وړ ډېریوالی راشي.

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG