د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۳

ايساف وايي افغان دولت ته يې د ځينو بنديانو لېږد درولى


سره له دې چې افغان حکومت وايي، امريکايي ځواکونو افغان لوري ته د بنديانو د انتقال لړۍ درولې نه ده؛ خو په کابل کې د ايساف ځواکونو چارواکي وايي تر هغو چې يقيني شي په افغان زندانونو کې بنديانو ته پوره اسانتياوې برابرې دي، د ځينو بنديانو د لېږد لړۍ يې درولې ده.

د دغو ځواکونو يوه مطبوعاتي مسوول "بريدمن جېفري ګرې" ازادۍ راډيو ته وويل؛ له ملګرو ملتونو او افغان حکومت سره په دې برخه کې خبرې روانې دي:

"د افغانستان په زندانونو کې د اسانتياوو د يقيني کولو په هدف د زندانيانو انتقال درول شوى دى. د بنديانو د انتقال دا لړۍ ټولو زندانونو ته نه ده درول شوې، هغه باوري معلومات چې موږ لرو په زندانونو کې د اسانتياوو د برابرولو لپاره له ملګرو ملتونو او افغان حکومت سره کار کوو، چې پرېکړه وشي، کومو زندانونو ته به موږ زندانيان نه انتقالوو."

درې ورځې مخکې په کابل کې د امريکا سفير جېمز کننګهم وويل؛ چې امريکايي ځواکونو افغان زندانونو ته د ځينو بنديانو لېږدول وروسته له هغه وځنډول؛ چې په يوه مرکز کې يې له بنديانو سره د ناسم چلند راپورونه ترلاسه کړل.

ولسمشر کرزي امريکا کې ته خپل وروستي سفر کې له امريکايي چارواکو يوځل بيا وغوښتل؛ چې ټول بنديان دې افغانستان ته وسپارل شي.

د ولسمشر کرزي وياند اېمل فيضي ازادۍ راډيو ته وويل؛ چې د بنديانو د انتقال د درېدلو موضوع له افغان حکومت سره په رسمي ډول نه ده مطرح شوې:

"په رسمي توګه د امريکايي او ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان الن دفتر يا هم د ناټو او ايساف چارواکو دغه موضوع زموږ سره نه ده مطرح کړې؛ چې ګواکې دوى دې د زندانيانو د انتقال پروسه درولې وي.

د واشنګټن د سفر په جريان کې د افغانستان د حکومت په اجنډا کې تر ټولو مهمه موضوع د افغانستان د ملي حاکميت موضوع وه او په دې کې تر ټولو مهمه موضوع په بشپړه توګه د زندانونو سپارل وو."


د ولسمشر وياند اېمل فيضي مني، چې افغانستان د نورو پرمختللو هېوادونو په څېر معياري زندانونه نه لري؛ خو دى وايي، دا پلمه نه شي کېدى، چې افغان دولت د زندانيانو د ساتلو ظرفيت نه لري.

افغان حکومت وايي، له امريکايي ځواکونو سره د افغان بنديانو ساتل د افغانستان د ملي حاکميت له حق څخه سرغړونه ده.

د بشري حقونو سازمانونو د افغانستان د زندانونو د وضعيت او په زندانونو کې د بنديانو پر شکنجې اندېښنه څرګنده کړې ده.
XS
SM
MD
LG