د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۰

د جلال اباد په سبزي منډوي کې غیرقانوني پیسې اخیستل کیږي


په ننګرهارکې د تازه میوو کاروباریان او اخستونکي وايي ددغه ولایت دمیوو په مارکیټ کې ترې غیر قانوني پیسې اخستل کیږي.

دغه خلک وايي کله چې دتازه میوو د اخستلولپاره دجلال اباد دمیوومارکیټ ته لاړشي او توکی واخلي له مارکیټ څخه د وتلو پروخت ترې په دروازو کې ترې وسله وال ټیکه دارن پیسې اخلي.

دوى وايي چې د ميوې د منډوي مخې ته د منډوي قرار داديانو صندقونه ايښي او د هر کارتن او يا هم د يو من پلاستيک باندې ترې لس کلدارې اخيستل کيږي او هغه لارۍ چې دې منډوي ته سبزي یا میوه راوړی له هغوی هم تر زر افغانیو پورې پیسې اخلي.

د ايوب خان په نامه يوه تن وويل:

“ایوب خان دغه کار د يو څۀ مودې لپاره بند شوى و، خو بيا خلاص شوى او هر څوک چې څۀ واخلي چې راوځي د يوې خلطې په مقابل کې ترې لس روپۍ غيرقانوني اخلي”

رحيم الله:

“دا پېسې غېر قانوني دي، ځکه که د سرايوانۍ پېسې اخلي نو هغه خو د مال د څښتن نه اخلي، نو دا د خروج پېسې د څۀ شي شوې. ته فکر وکړه خوا اوشا پنځوس زره کارتونونو نه هم زيات له دې منډيي نه وځي د هر کارتن په سر لس روپۍ غير قانوني اخلي دا څومره پېسې کيږي”

ځایي استوګن وايي له دوی څخه دغلته غیرې قانوني اخستل کیدونکي پیسې د څو تنو سوداګرو شخصي جیبونوته ځي اودولت ته یې هیڅ ګټه نه رسیږي.

دوی وايي دتازه میوو دمارکیټ مسولین له همدې لارې هره ورځ لکونه پیسې ترلاسه کوي.

دننګرهاردولایتي شورایو شمیراستازي هم دخلکو دغه نیوکې پرځای بولي اووايي نږدې څو اونۍ وړاندې دیادې ستونزې دحل لپاره له کابل څخه یوپلاوی هم راغلی وچې دهغوی دشتون پرمهال دغه پيسې اخستل بندشوي وې خودپلاوي له تګ سره سم دځايي چارواکوپه مشوره دپیسواخستل بیرته پیل شوه.

دننګرهاردولایتي شورا استازی بصیر ګلاب:

“زموږ هم نور له وسه نه کیږي او ددې ستونزې ټول زور عام ولس ته راوځي او دا يوه عامه غلا ده”

د ننګرهاردولایتي شورا استازي ظابط امیرمحمد:

”مه په چا ځان وژنئ او نه مونږ دلته قانون نشته هسې زورواکي ده هغه خلک ټیکه داران دي،چې په واک کې دي”

خو د میوو دمارکیټ یو تن مسول زاهدالله وايي چې دوی دغه پيسې دښاروالۍ په لارښوونه اخلي اودوی ته نه پاتې کیږي:

“کله چې مالونه مارکیټ ته راننوځي د هغو نه پیسې نه اخلو هغه مالونه چې له مارکیټ نه ووځي هغه اخلو موږ ښاروالۍ سره قرارداد کړی، د هغوی د قرارداد پیسې ورکوو او پاتې بیا زموږ خپله ګټه ده”

ومو غوښتل،چې په دې اړه د ښارولۍ د مسولینو نظر هم له ځانه سره ولرو خو د ښاروالۍ هیڅ یو مسول کس هم په دفتر کې نه و.

تر دې وروسته مود ولایتي چارکو دپیداکولو هڅه هم وکړه خوبریالي نه شو.

د ویلوده چې دجلال باد د تازه میوه جاتومارکیټ شاخوا اوه کاله وړاندې ددولت اوځینو خیريه اداروپه مرسته په دولتي ځمکه کې جوړ شوی و،چې وروسته دګل مرادپه نوم یوسوداګرته په ټیکه ورکول شوی وو،چې ویل کیږي اوس هم د نوموړي په ولکه کې دی.

راپور: شاه محمود شینواری ـ جلال اباد
XS
SM
MD
LG