د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۳

د بهرنيو ځواکونو بشپړ وتل به افغانستان په کورنۍ جګړه واړوي


د سوېل ختيځ زون اوسېدونکي وايي چې که چېرته بهرني ځواکونه له افغانستانه په بشپړ ډول ووځي ښايي هيواد يې يو ځل بيا د نويمې لسيزې کورنۍ جګړې پر لوري لاړ شي.

امريکا ته د افغان ولسمشر حامد کرزي له سفر وروسته که څه هم ګڼ افغانان هيله من شوي دي چې په هيواد کې به يې جګړه پای ته رسيږي خو يو شمېر افغانان بيا په دې نظر دي چې د بهرنيو ځواکونو له بشپړ وتلو سره به د وسلوالو د جنګ پر ځای افغانستان د نويمې کليزې په څېر کورنۍ جګړې ښکار شي.

دوی وايي چې که نړيواله ټولنه غواړي افغانستان يو ځل بيا د نړيوالو ترهګرو په ځاله بدل نه شي نو ورته په کار دي چې له افغان دولت سره خپلې مرستې جاري وساتي.

د سوېل ختيځ زون (پکتيا، پکتيکا او خوست) ولايتونو ځينې اوسېدونکي په دې نظر دي چې د امريکايانو له بشپړ وتلو سره به افغانستان يو ځل بيا د کورنيو جګړو ښکار شي د سوېل ختيځ زون څو تنه اوسېدونکي :

“کېداى شي په دې جنګ چې د امريکا او وسلوالو ترمنځ روان دی يو څه سستي راشي، ځکه بهرني ځواکونه وځي خو د وسلوالو ډلو ترمنځ د رامنځ ته کېدونکي جنګ وېره موجوده ده، په عمومي ډول وسلوالې ډلې تر پخواني حالته پياوړې شوې دي”

يو بل تن وايي :

“نوم مې احمدالله احمدي دى د ګردېز اوسېدونکی دا خو سمه ده چې امريکايان وځي، نو طبيعي ده چې د وسلوالو سره به يې جګړه ختميږي خو د افغان دولت او وسلوالو ترمنځ جګړه به څنګه کيږي دا خو به همداسې روانه وي د دې له پاره بايد هڅه وشي چې پای ته ورسول شي”

يو بل تن :

“حقمل مسعودزی يم د پکتيا اوسېدونکی امريکايان بايد ډېره هڅه وکړي چې افغانان د جنګ له دې بل شوي اور څخه وژغوري،ځکه چې د دوی په وتو کېدای شي دا جنګ لا دوام وکړي”

نه يوازې دا چې په پکتيا کې عام خلک د بهرنيو ځواکونو په وتو سره افغانستان د کورنۍ جګړې د ښکارکېدو په اندېښنه کې دي وايي چې د بهرنيو ځواکونو له وتو سره به يې دولت په ضعيف حالت کې قرار ولري.

دوی وايي چې افغان دولت سره د دومره بهرني ملاتړه په تېره يوه لسيزه کې د وسلوالو په ځپلو بريالی نه شو ښايي له دې وروسته له نورو ګڼو ستونزو سره ځکه مخ شي چې د دولت اداره لکه څنګه چې لازمه وه په خپلو پښو لا هم نه ده ولاړه .

کارپوهان په دې نظر دي چې په دولت کې په لويه کچه اداري فساد، نا متوازن انکشاف، دښار او کلي ترمنځ توپيري چلند د لرو پرتو کليوالو سيمو خلک په دې مجبور کړي چې د وسلوالو ليکې پرې پياوړې شي.

د چارو کارپوهان وايي نړيوالې ټولنې ته په کار دي په افغانستان کې په بشپړ ډول جګړه له منځه يوسي او د پېښدونکي کورنۍ جګړې مخنيوی وکړي، ليکوال او ژورناليست احسان الله وايي چې د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره سم به په کليو او بانډو کې جګړه په دې پيل شي چې په دې ټولو سيمو کې وسلوالې ډلې په يو او بل نوم فعاليت کوي.

نوموړی وايي په ځينو سيمو کې د محلي پوليسو په نوم، په ځينو ځايونو کې د جهادي او نورو، نورو نومونو فعاليت روان دی چې دولت ته دا ګواښوونکې ډلې ثابتېدای شي :

“د امريکايانو په وتو به دا ځل داسې جنګ رامنځ ته کيږي چې کرارېدل به يې ډېر مشکل وي، ځکه مخکې به د سيمې،سيمې او ولايت ولايت جنګ و اوس به د کلي،کلي جنګ وي او په هر کلي کې به سنګرونه نيول شوي وي”

د سوېل ختيځ زون ګڼ اوسېدونکي وايي چې که بهرني ځواکونه او افغان دولت غواړي په افغانستان کې جګړه پای ته ورسيږي نو د ټولو وسلوالو ډلو د له منځه وړو يا سولې پروسې ګړندي کول پکار دي .

دوی دا هم وايي چې که چېرته د بهرنيو ځواکونو له وتو سره وسلوالې ډلې همداسې فعالې پاتې شي ښايي افغانستان يو ځل بيا د نويمې لسيزو له کورنيو جګړو سختو جګړو سره مخ شي، ځکه چې د افغانستان په ټولو سيمو کې وسلوال فعاليتونه د طالبانو،حزب اسلامي او نورو ډلو له خوا د افغان دولت پر وړاندې روان دي او لا به هم زور واخلي.
XS
SM
MD
LG