د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۴

"د ولسي جرګې رییس د ۱۱ وزیرانو د استیضاح کولو مخنیوی کوي"


په داسې حال کې چې د یوولسو وزیرانو د استیضاح پر سر جنجال روان دی؛ یو شمیر استازي د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهيمي په داسې هڅو تورنوي؛ چې د دې وزیرانو د استیضاح مخنیوی وشي.

د ولسي جرګې یوه استازي همایون همایون د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل؛ عبدالرووف ابراهیمي نه غواړي، چې دا یوولس وزیران استیضاح شي:

"زه د افغانستان خلکو ته په روښانه توګه ویلی، شم چې د دې قضیې ملاتړی په خپله د ولسي جرګې مشر ښاغلی ابراهیمي دی. هغوی نه غواړي، چې دا وزیران استیضاح شي، په هر دلیل چې لري یې، که سیاسي وي یا کومه بله خبره.

زه د رییسانو د کمیټې د څو غونډو شاهد یم. ښاغلی ابراهیمي نه غواړي هغه پریکړه اعلان کړي؛ چې د رییسانو د کمیټې اکثریت یې تر سره کوي؛ چې کومه ورځ به وزیران استیضاح شي."


دا خبري په داسې حال کې جریان لري، چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې ولسي جرګې د هغه وزیرانو د استیضاح کولو پریکړه وکړه؛ چې تیر کال یې د پنځوس فیصده څخه کمه پراختیايي بودجه لګولې وه.

تیره دوشنبه ولسي جرګې دا یوولس وزیران د استیضاح لپاره ور وبلل؛ خو د هغوی له ډلې یوازې اوه تنه یې غونډي ته حاضر شول.

حکومتي چارواکي وايي، د ولسي جرګې له خوا د هغو څلورو وزیرانو استیضاح کول غیر اصولي دي؛ چې تیر لمریز کال په خپلو اوسنیو پوستونو نه وو.

خو ولسي جرګې وروسته له زیاتو بحثونو یو ځلې بیا پرېکړه وکړه؛ چې ټول یوولس وزیران به استیضاح کوي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې دویم منشي فرهاد عظیمي د شنبې په ورځ آزادۍ راډیو ته وویل؛ چې د ولسي جرګې د اداري پلاوي تورنول یو عادي بهیر دی.

"که چیرې د اداري پلاوي په یوه غونډه کې چې پنځه ویشت یا له هغې ډېر کسان برخه لري؛ که د یوه غړي نظر او رایه ټاکونکې واوسي؛ طبیعي ده، چې اداري پلاوی په کې رول لري. تاسو پوهیږئ ټول غړي، چې پنځه ویشت کسان دي، که چېرې شل کسان یې په یوه کار یو نظر وي او څلور یا پنځه نور یې خلاف وي؛ موږ باید اداري پلاوي ګرم ونه بولو او هغوی تورن نه کړو چې معاملې کوي.

فکر کوم چې په مسایلو باندې تورنول په ولسي جرګې کې یوه عادي او طبیعي خبره ده؛ نو دومره یې باید جدي و نه نیسو."


په پارلماني چارو کې د دولت د وزیر دفتر د ولسي جرګې استیضاحیه غونډې ته د دفاع، کورنیو، لوړو زده کړو او ښارجوړونې د وزیرانو د نه حاضریدلو لامل دا ښیي؛ چې دې وزیرانو تیره کال د مربوطه وزارتونو مسوولیت نه درلود.

ځینې استازي په دې باور دي، چې د ولسي چرګې د اکثرو غړو له خوا د سیاسي چلند له وجې دا بهیر اوس له خنډ سره مخ شوی دی.

خو لا هم دا روښانه نه ده، چې ټول یوولس وزیران به استیضاح ته حاضر شي او که څنګه؟
XS
SM
MD
LG