د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۲

په سوريه کې يوې چاودنې ١٢ کسان ووژل


يوې زورورې چاودنې د سوريې په شمال کې د حلب يوه سيمه ولړزوله.

فعالان وايي، د حکومتي ځواکونو تر ولکې لاندې سيمه کې دې چاودنې ١٢ کسان وژلي او په لسګونو نور ټپيان کړي دي.

د سوريې دولتي رسنيو پرون وويل، چاودنه د هغه راکټ له کبله شوې، چې د مخالفو ياغيانو له خوا چې هڅه کوي؛ د ولسمشر بشارالاسد رژيم نسکور کړي، توغول شوى دى.

خو د اپوزيسيون ډلو ويلي، دغه چاودنه د حکومتي ځواکونو هوايي حمله وه.

يوه کس چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي؛ رويټرز اژانس ته وويل، دغه چاودنه ډېره زوروره وه، دى وايي، شل کسان يې وليدل چې روغتون ته انتقال شول:

"دا د جمعې تر لمانځه مخکې وخت و، موږ ويده وو. ناڅاپه مو يوه لويه ويجاړي وليده. نيمايي وداني رانسکوره شوه. ما له څلورو- پنځو کسانو سره مرسته وکړه، بيا امبولانسونه راغلل او تر شلو زيات کسان يې انتقال کړل.

دا دويم ځل دى چې موږ ويشتل کېږو. درې مياشتې مخکې ټوله سيمه ويجاړه شوه. دوى د استوګنې پر دې سيمې د بريد لپاره هغه ميتود کارولى؛ چې په پوهنتون کې يې پر خلکو د بريد پر مهال کارولى و."


تېره اوونۍ د حلب د پوهنتون په انګړ کې غبرګو چاودنو تر ٨٠ زيات کسان ووژل. د دې بريد مسووليت ښکېلې خواوې يو پر بل اچوي.

حلب د حکومتي ځواکونو او مخالفو ياغيانو ترمنځ د جګړې لومړۍ کرښه پاتې شوې ده.

په همدې حال کې د سوريې مخالف فعالان وايي؛ په بلجيم کې زېږېدلى يو فرانسوى خبريال د پوځ د نښه ويشتو له خوا وژل شوى دى.

دغه خبريال د دولتي ځواکونو او ياغيانو د جګړې راپورونه ورکول.

فعالان وايي، "اويس ديبې" د پنج شنبې په ورځ وژل شوى دى.

فعالانو د دې خبريال د مړي او د خبريالۍ د کارډ عکسونه او ويډيو پر انټرنټ خپاره کړي دي.

د سوريې حکومت په دې باب کومه تبصره نه ده کړې.

په پاريس کې دېره د بې پولې خبريالانو سازمان وايي؛ لږ تر لږه ١٧ تنه مسلکي خبريالان د سوريې د شخړو په اړه د راپور ورکولو پر مهال وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG