د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۱۶

"په افغانستان کې امنیت مخ په ښه کیدو دی"


په اروپا کې د ناتو د قوماندان مرستیال جنرال سر ریچاردز شریف وایي، عسکر یي په ډېرو مواردو کې له افغان ملګرو سره ستونزې لري، او په دې باندې سترګې نشې پټولای، خو دی وایي، په افغانستان کې امنیت مخ په ښه کیدو دی او د افغان ځواکونو له لیکو څخه په بهرنیو عسکرو باندې حملې، زموږ د کار په مخکې خنډ نشي کیدای.

جنرال شیریف په ټینګار سره وویل، افغانان په زیاته اندازه د خپل هېواد د امنیتي چارو مسولیتونه په غاړه اخلي.

ده زیاته کړه، که دوو درېیو تېرو کلونو ته وګورۍ نو وبه وینۍ چې افغان پوځ څومره پر مخ تللی.

جنرال شیریف بی بي سي راډیو ته وویل، تاسې وګورئ چې افغان پوځ په ځمکنیو عملیاتو کې څه کوي؟ دا یو حقیقت دی چې د افغان پوځ لیواوې په منظم ډول د عملیاتو پلانونه په خپله جوړوي او یا هم له سلاکارانو څخه په ساحه کې مرسته غواړي.

په اروپا کې د ناتو د قوماندان مرستیال وایي، دا په دې معنی نه ده چې افغان ځواکونه بشپړ شوي دي. زه منم چې افغان پوځ د جګړې په ډګر کې د ملاتړ، ادارې چارو، مشرتابه او قوماندې په برخو کې نیمګړتیاوې او ستونزې لري، خو دا ټول سمیدای شي.

ډیلي ټيلګراف ورځپاڼه لیکي: داسې بریښې چې جنرال شیریف د امریکا د دفاع وزارت هغه راپور منلی چې وایي، د افغانستان د پوځ له هرو ۲۳ لیواو څخه یوه یي د ناتو او امریکایي ځواکونو له مرستې پرته په یوازې ځان د عملیاتو او فعالیت توان لري.

په اروپا کې د ناتو د قوماندان مرستیال زیاتوي، دا یو مهم راپور دی او زه یي په هیڅ صورت کم نه بولم. اصلې او مهمه خبره داده چې د افغان پوځ زیاتې لیواوې په یوازې ځان د عملیاتو د پرمخ بیولو توان لري او پرته له شکه په افغانستان کې امنیت مخ په ښه کیدو دی.
XS
SM
MD
LG