د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۲۶

"یو بل صدراعظم ته سزا"


د پاکستان چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د سترې محکمې له خوا د صدراعظم د نیولو دحکم او په اسلام اباد کې د صوفي عالم طاهر قادري د احتجاجي مظاهرې په باب، مطالب او تبصرې خپرې کړي دي.

مشرق:

مشرق ورځپاڼې خپله سرمقال تر دې سرلیک لاندې لیکلې: یو بل صدراعظم ته سزا.

ورځپاڼې لیکلي دصدراعظم د نیولو په باب دسترې محکمې تر پریکړې وروسته په هیواد کې سیاسي بحران داسې یوې مرحلې ته داخل شوی، چې هیڅوک يې وړاندوینه نشي کولی.

ورځپاڼې د پاکستان وضعیت نازک بللی او لیکي، چې په اسلام اباد کې د طاهر قادري احتجاجي مظاهرې او دسترې محکمې تر دغې پریکړې سمدستي وروسته د ونډو په بازار یا سټاک اکسچنج کې د پام وړ کموالی راغی او که لانجه اوږده شي نو پایلې به يې ډيرې خطرناکې وي.

ورځپاڼه د پوځ رول ته په اشارې وايي، حکومت او نور سیاسي ګوندونه باید د عدليې دپریکړې درناوی وکړي اوهیڅ داسې ګام پورته نکړي، چې یوارې بیا هغه ځواک مخې ته راشي، چې حکومت او هم عدليې يې په ډیره مشکله مخه نیولې.

جنګ:

له اسلام اباده خپریدونکې جنګ نادولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې د پاکستان سیاسي وضعیت نازک بللی.

ورځپاڼې لیکلي، چې د سترې محکمې پریکړه په داسې وخت کې مخې ته راغلې، چې د منهاج القران ادارې دمشر ډاکتر قادري په مشرۍ لسګونه زره خلک ددې لپاره په اسلام اباد کې راغونډ شوي، چې حکومت دې انتخاباتي اصلاحات راولي.

ورځپاڼې دقادري د مظاهرې او سترې محکمې دپریکړې نتایجو ته هیله مندي ښوولی او لیکي چې پایلې به يې د دیموکراسۍ په لاټيګښت کې مثبتې ثابتې شي.

ایکسپریس :

ایکسپریس ورځپاڼې هم دپاکستان وضعیت نازک اوحساس بللی او لیکي، چې د حکومت اوسیاسي ګوندونو وړه تیروتنه به د دیموکراسۍ او په مجموع کې د پاکستان لپاره خطرناکه ثابته شي.

ورځپاڼه لیکي، په تیرو ورځو کې د هند و پاکستان دسرحدي ځواکونو ترمنځ نښته باید عادي ونه ګڼل شي.

همداراز افغانستان يې د پاکستان لپاره یو دایمي خطر ګڼلی او لیکي، چې سیاسي ګوندونه باید دغه مسایل په پام کې ونیسي او هیڅ داسې ګام پورته نکړي، چې نه یواځې جمهوریت بلکې پاکستان له خطر سره مخ شي.

نوای وقت :

نوای وقت نا دولتي ورځپاڼه د طاهر القادري هڅو ته دشک په نظر ګوري او لیکي، چې نوموړی غواړي له دې لارې په ولس کې خپل پلویان زیات کړي.

ورځپاڼې د هغه غوښتنې ناقانونه بللي او لیکي، چې اساسي قانون ددغې غوښتنو اجازه نه ورکوي.

د ورځپاڼې په باور له اوسنيو بحرانونو څخه د وتو تر ټولو غوره لاره داده چې حکومت سمدستي واک موقتې ادارې ته وسپاري او د انتخاباتو نیټه اعلان کړي.

خبرین :

خبرېن نادولتي ورځپاڼې هم له حکومته غوښتي، چې واک موقتې ادارې ته وسپاري او خپل غچ دې په جمهوري طریقه په راتلونکیو انتخاباتو کې واخلي، نه دا چې اوس پښې ټینګې کړي.

جناح :

جناح ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله کې دسرحدي مشکلاتو یادونه کړې او لیکي، چې ختیځ او لویدیځ یانې له هند و افغانستان سره دواړه پولې له سخت ګواښ سره مخ دي.

د ورځپاڼې په باور سیاستوال او حکومت باید دغه مشکل په جدي توګه درک کړي او موجودو ستونزو ته د دیموکراسۍ په رڼا او چوکاټ کې حل لارې ولټوي.

راپور:مجیب الرحمان انګار
XS
SM
MD
LG