د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۳

د ډیموکراسۍ کاروان اسلام اباد ته ورسید


د ډیموکراسۍ کاروان اسلام اباد ته ورسید
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:30 0:00

د منهاج القران ادارې مشر او صوفي عالم طاهر القادري، چې د اداري فساد ضد او په انتخاباتي سیستم کې د اصلاحاتو په هدف يې په اسلام اباد کې احتجاجي لاریون پيل کړی د سې شنبې پر ماسپښين په خپله تفصیلي وینا کې د پاکستان واکمن نظام په درغلیو، اداري فساد او د ترهګرو په ملاتړ تورن کړ او دا لاریون يې په تیونس، مصر او لیبیا کې د بدلونونو په شان د یوه انقلاب پيل وباله: "د پاکستان دمرکزي او د پنجاب حکومت ځينې وزیران د تروریزم واردوونکي او صادروونکي دي، دوی د ترهګرۍ پالونکي دي او سمبالوونکي دي، دتروریزم بنسټ ايښودونکي دي، ترهګرۍ ته ودې ورکوونکي دي. موږ یوه معتدله، مترقي او سوله ييزه ټولنه غواړو، داسې ټولنه چې په هغې کې د ترهګرۍ او بنسټ پالنې لپاره هیڅ ځای نه وي. رښتیا ووايئ ایا پاکستان په کور دننه او په نړۍ کې دسولې او ثبات د ټینګښت او ودې لپاره کار کړی؟" هغه همداراز وویل، چې په اساسي قانون کې داخبره په څرګندو ټکو لیکل شوې، چې د پاکستان دولت د کورني او بهرني امنيت د خوندي کولو مسوولیت لري او دهیڅ کوم هیواد په کورنیو چارو کې به لاس وهنه کوي او نه به يې امنیت له خطر سره مخامخوي. خو د نوموړي په خبره دا وخت په پاکستان کې دیره ترهګرو نه یواځې کورنی بلکې د نړۍ امنیت له خطر سره مخ کړی دی.

XS
SM
MD
LG