د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۶

"په سوریه کې باید په بېړنۍ توګه د تاوتریخوالی مخنیوی وشي"


اخضر ابراهيمي
اخضر ابراهيمي
نړيوال استازي اخضر ابراهيمي، دغه راز د امريکا او روسيې عالي رتبه ډيپلوماټانو د سوريې د کورنۍ جګړې د ختمېدو لپاره د بېړني سياسي حل غوښتنه وکړه.

د دوى په خبرو کې د کوم پام وړ پرمختګ راپور نه دى ورکړل شوى.

پرون په ژنيف (ژنيوا) کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال "ويليم برنس" او د روسيې د بهرنيو چارو له مرستيال وزير "ميخايل بوګدانوف" سره تر کتنې وروسته؛ "اخضر ابراهيمي" وويل، د سوريې د خلکو په مصيبت خبر دى:

”موږ د سوريې د خلکو په ستر مصيبت په ډېره ژوره توګه خبر يو. دغه مصيبت ډېر غځېدلى دى. موږ ټولو په سوريه کې په بېړنۍ توګه د وينې تويېدنې، ويجاړۍ او هر ډول تاوتريخوالي د مخنيوي پر اړتيا ټينګار وکړ.”

ملګري ملتونه اټکل کوي، د ٢٠١١م کال له مارچ مياشتې راهيسې چې په سوريه کې د ولسمشر "بشارالاسد" پرضد اعتراضونه پيل شوي؛ تر ٦٠زرو زيات کسان وژل شوي دي.

د سوريې د بحران پر سر مسکو او واشنګټن اختلافات لري. واشنګټن د اپوزيسيون ملاتړ کوي او غواړي، چې ولسمشر بشارالاسد له واک څخه ليرې شي؛ خو روسيه د اسد ملاتړې ده.

کله چې ابراهيمي تر جګړې وروسته د سوريې په انتقالي حکومت کې د بشار اسد رول درلودل رد کړل، د پنج شنبې په ورځ دمشق ابراهيمي ”مغرض“ کس وباله او ويې غانده.

په عين حال کې راپورونه وايي، چې د دولت مخالفو ياغيانو له حکومتي ځواکونو سره تر څو ورځنۍ شديدې جګړې وروسته په شمال لوېديځ کې يوه ستراتيژيکه هوايي اډه نيولې ده.

د سخت دريځو وسله والو تر مشرۍ لاندې په سلګونو جنګياليو له نومبر راهيسې دغه هوايي اډه محاصره کړې وه.

راپورونه وايي، په دې هوايي اډه کې دېره څرخي الوتکو په شمال کې د ياغيانو تر کنټرول لاندې سيمې بمباري کولې او حکومتي ځواکونو ته يې اکمالات کول.
XS
SM
MD
LG