د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۷

له امریکا د حامد کرزي غوښتنې


ولسمشر کرزى
ولسمشر کرزى
ټاکل شوې ده چې د جمعې په ورځ د افغانستان ولسمشر حامد کرزی په واشنګتن کې د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره خبرې وکړي. د دې خبرو په اړه تر اوسه ګڼ رپوټونه خپاره شوې دي چې کوم مسایل دواړه مشران څیړي، خو فارین پالیسي خپرونې افغان ولسمشر ته یو لړ وړاندیزونه کړي چې له بارک اوباما سره د خبرو پرمهال غور ورته ورکړي.

فارین پالیسي خپرونه د ولسمشرانو حامد کرزي او بارک اوباما تر لیدنې مخکې افغان حکومت ته پنځه موضوعات په نښه کړې دي چې کابل یې له واشنګتن سره وڅیړي. د خپرونې په باور دا وړاندیزونه د افغانستان لپاره خورا مهم دي.

د فارین پالیسي خپرونې په باور د دواړو ولسمشرانو په خبرو کې پکار ده چې د افغان ځواکونو له دننه په افغانستان کې پر بهرنیو پوځیانو د بریدونو مساله وڅیړل شي او سربیره پر دې چې د دې بریدونو د مخنوي لپاره ځیني هڅې شوې دي خو نورې اغیزمنې لارې باید ولټول شي.

فارین پالیسي بیا لیکي چې افغان ځواکونه نوي دي خو د جګړې په ډګر کې د دوی ظرفیت لوړ شوی دی او دې ته اړتیا لري چې نور هم پیاوړي شي.

ولسمشر کرزی هیله لري چې د واشنګتن د سفر په ترڅ کې د امریکا دا ژمنې ترلاسه کړي چې افغان پوځ ته وسلې ورکړي په ځانګړي ډول د افغانستان له هوایي ځواک سره مرستې وکړي.

خو د خپرونې په باور په دې برخه کې د وسلو مساله هم ډیره مهمه نه ده، افغان ځواکونه د بې سوداۍ او په نشه اي موادو د اخته کیدو ستونزې لري. د افغان ځواکونو د باسواده کولو لپاره د دوه زره څوارلسم کال تر پایه دوه سوه میلیونه ډالر بیل شوې دي، خو تر هغه وروسته څه ژمنه په دې برخه کې نه ده شوې.

د فارین پالیسي خپرونې په باور د افغان پولیسو او پوځیانو له څلویښتو تر اویا فیصدو پورې په چرسو، اپیومو او یا هم هیروینو روږدي دي او د دې ستونزې د مخنوي لپاره پکار دي چې د افغان ځواکونو د درملنې هڅې پیل شي.

فارین پالیسي خپرونه بیا څرګندوي چې هند د طالبانو د رژیم له ماتیدو وروسته له افغانانو سره په پراختیایي چاروکې د دوه میلیارډه ډالرو مرستو ژمنې کړې دي او له کابل سره د نوي ډيلي د دوه زره یولسم کال ستراتیژیک تړون هند مجبوره کوي چې افغان ځواکونه وروزي. هند هم له افغان حکومت سره او هم له اپوزسیون ډلو سره غښتلي اړیکي لري او کابل غواړي چې له هند سره اړیکی نورې هم پیاوړې کړي.

بل لور ته پاکستان دی چې په افغانستان کې له ډيرې مودې راهیسې دلچسپي لري، اغیز لري او داسې باور کیږي چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې برلاس لري، خو د دې هیواد ګڼې امنیتي ادارې په افغانستان کې د هند اغیز ته د پاکستان لپاره د یوه ګواښ په سترګه ګوري. د همدې لپاره پاکستان تر دوه زره څوارلسم کال وروسته په افغانستان کې د خپل سیاسي نفوذ د پراختیا هڅې کوي او هند په افغانستان کې د طالبانو اغیز ته اندیښنه لري.

د فارین پالیسي په وینا واشنګتن کولی شي چې دا ستونزه هواره کړي، داسې چې هند له طالبانو سره د سولې د خبرو له بهیره سم خبر کړي او د امریکا د بهرنیو چارو راتلونکی وزیر جان کېري چې د پاکستان له امنیتي ادارو سره یې ښه اړیکي ساتلي دي اسلام اباد ته ډاډ ورکړي چې په افغانستان کې د هند نفوذ ته اندیښنه ونه لري.

فارین پالیسي خپرونه بیا لیکي چې څرنګه کیدای شي چې نړیواله ټولنه او افغانان د افغانستان له پراخو طبیعي زیرمو سمه ګټه واخلي؟

کابل اټکل کوي چې د درې ترلیونه ډالرو په ارزښت طبیعي زیرمې په افغانستان کې شته او که دا سمې استخراج شي د افغانستان کمزوری اقتصاد به په پښو ودریږي. خو دغه زیرمې څرنګه استخراجیدای شي چې امنیت ټنیګ نه وي او په کومو لارو به صادریږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د وریښمو له لارې د جنوبي او مرکزي اسیا د هیوادو د نښلولو د پروګرام سخت ملاتړ کوي. بل لور ته د افغانستان د زیرمو د استخراج مخه امنیتي ستونزو نیولې ده او افغانستان پرمختللیو وسایلو او ټکنالوژي ته اړتیا لري چې دا زیرمې استخراج شي.

د فارین پالیسي خپرونې پنځم وړاندیز دا دی چې څرنګه نړیواله ټولنه په افغانستان کې د اوږدمهاله پروژو ملاتړ کولی شي. لویې پروژې لکه د اوبو د لویو بندونو جوړیدلو ته دا اندیښنه شته چې وسله وال یې ویجاړې نه کړي او د دې پروژو جوړیدل پیسو او پالنې ته اړتیا لري، همداراز روزل شوي کارګران غواړي.

د فارین پالیسي خپرونې په وینا افغان ولسمشر ته پکار دي چې دا پنځه مسایل له بارک اوباما سره د خبرو پر مهال یاد کړي خو په دې لیدنه کتنه کې به د خپرونې په باور دومره وخت نه وي چې دا موضوعات په تفصیل دواړه مشران وڅیړي.
XS
SM
MD
LG