د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۰

حامد کرزي په واشنګټن کې د مشرانو جرګې له غړیو سره وکتل


حامد کرزي په واشنګټن کې د مشرانو جرګې له غړیو سره وکتل
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:41 0:00

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په واشنګټن کې د امریکا د مشرانو جرګې له یو شمېرغړیو سره د دواړو هېوادونو پر ګډو اهدافو خبرې وکړې. کرزي پرون په مشرانو جرګه کې د جمهوري غوښتونکو له مشر میچ مککونیل سره ځانګړې غونډه وکړه. په دې غونډه کې د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو او پوځي خدماتو د کمیټو یو شمېر غړیو، لکه باب کیسي، تیم کاین او دیب فیشرهم حضوردرلود. ولسمشر کرزي د دې غونډې په اړه په لڼدو خبرو کې وویل، چې دی هیله مند دی چې افغانستان ته بیرته له هغه څه سره ولاړشي چې افغانان یې هیله کوي. کرزی دې پوښتنې ته چې په افغانستان کې دې څومره شمیر امریکایي عسکرپاتې شي، ځواب ورنه کړ. ټاکل شوې، چې نوموړی سباته په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر بارک اوباما سره وګوري. تمه کیږي، چې دواړه ولسمشران به د نورومسایلو ترڅنګ په افغانستان کې له ۲۰۱۴ کال وروسته د امریکا د پوځي حضور پرڅرنګوالي خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG