د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۹

ابراهيمي: کيداي شي بشارالاسد په موقت حکومت کې نه وي


د سوريي لپاره د ملګرو ملتو او عربي ټولنې استازي وايي، د سوريې ولسمشر بشار الاسد ښايي په هغه انتقالي حکومت کې برخه ونه لري چې کيداي شي د سوريې د کورنۍ جګړې د پاي ته رسيدلو لپاره د حل لارې په توګه جوړ شي.

دا لومړي ځل دی، چې اخضر ابراهيمي د سوريې ولسمشر ته مخامخ خطاب کوي، چې له واکه لاس واخلي. اخضر ابراهيمي په قاهره کې رويټرز اژانس ته وويل، تير کال په جينوا کې پياوړيو هېوادو د سوريې د انتقالي حکومت په اړه يو تصوير ورکړ، چې په دې کې بايد بشار الاسد نه وي. خو ځينو ځواکمنو لکه روسيې له دې سره مخالفت وکړ. اوس داسې ښکارې چې ماسکو هم دې ته چمتو شوي دي چې داسې حکومت په سوريې کې جوړ شي چې سوله هلته ټينګه شي او بشارالاسد پکې نه وي.

ټاکل شوې ده چې د جمعې په ورځ په جينوا کې ابراهيمي د روسيې د بهرنيو چارو له مرستيال وزير ميخاييل بوګدانوف او د ا مريکا د بهرنيو چارو له مرستيال وزير ويليم بورنس سره غونډه وکړي.

اخضر ابراهيمي وويل، چې د سوريې د شخړې پوځي حل لاره نه ترسترګو کيږي او دا هم سمه نه ده چې د حل لارې لپاره تر دوه زره څوارلسم کال پورې صبر وکړو، دا لانجه بايد روان کال هواره شي.

اخضر ابراهيمي مخکي بي بي سي ته ويلي و چې ډيرسوريايان فکرکوي چې د اسد د کورنۍ د واکمنۍ څلويښت کلنه دوره ډيره اوږده ده:

« په سوريه کې، په ځانګړي ډول، زه فکرکوم، چې خلک وايي چې د دغې کورنۍ څلويښت کلنه واکمنۍ يوڅه ډيره اوږده شوې. په دې خاطربدلون بايد ريښتيني وي او زه فکرکوم ولسمشر اسد کولاي شي د خپلو خلکو د غوښتنو په ځوابولو کې مخکښ رول ولوبوي نه دا چې په وړاندې يې مقاومت وکړي»


بشار الاسد په ۲۰۰۰ کال کې د خپل پلارله مړينې وروسته چې ديرش کاله په قدرت کې و، د چارو واګې په لاس کې واخيستي.

د سوريې د بحران لپاره نړيوال استازي دغه سخت دريځ وروسته له هغې څرګندوي چې بشار الاسد د تيرې شنبې په ورځ يوځل بيا له مخالفو ځواکونو سره د خبرو امکان رد کړ.

تر اوسه د ابراهيمي د څرګندونو په اړه د بشار الاسد رژيم څه نه دې ويلي.
XS
SM
MD
LG