افغان ولسمشر حامد کرزی، چې د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ پرون له کابل څخه امریکا ته روان شوی، ټاکل شوې ده چې په راتلونکو درې ورځو کې به د ولسمشر بارک اوباما په شمول د لوړ پوړو امریکايي چارواکو سره، د افغانستان او امریکا ترمنځ پر امنیتي تړون، افغان امنیتي ځواکونو د مسولیتونو په انتقال او د افغان امنیتي ځواکونو په روزنه او تجهیز خبرې اترې وکړي.
ټاکل شوې ده، چې ولسمشر کرزي، چې واشنګټن ته په سفر کې د لوړ پوړي افغان پلاوي مشرې کوي، د ولسمشر بارک اوباما او نورو لوړو پوړو امریکايي چارواکو سره په یو لړ مهمو مسلو خبرې وکړي .
نړېوالو رسنیو د ولسمشر کرزي دا سفر امریکا ته مهم سفر بللی دی، ولسمشر کرزي تر دې مخکې د خپل د سفر په اړه ویلي و، چې د امریکايي لوري څخه به وغواړي چې د افغانستان د ملي اردو او په ځانګړې توګه د هوايي ځواک په پیاوړتیا کې مرسته وکړي او الوتکې او نور عصري پوځي تجهیزات دې افغانستان ته ورکړي.
له ۲۰۱۴ م کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کیدونکیو امریکايي سرتیرو د شمېر او څرنګوالي مسله او همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهالي امنیتي تړون موضوع هم د امریکايي چارواکو سره د ولسمشر حامد کرزي د خبرو اترو په اجنډا کې شاملې دي.
سپینې ماڼۍ ویلي دي، د ولسمشر کرزي په دې سفر کې به له ۲۰۱۴ م کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کیدونکیو امریکايي سرتیرو د شمېر او د حضور د څرنګوالي په اړه هم د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ خبرې اترې وشي.
دا مهال ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د پاتې کیدونکیو سرتیرو د شمېر په اړه په یو لړ مهمو توافقاتو غور کوي او ویل کیږي، چې په دې برخه کې یې په افغانستان کې د امریکا د پوځي قومندان جنرال الین سپارښتنې هم ترلاسه کړي .
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي دي تر اوسه پورې څرګنده نه ده چې ولسمشر بارک اوباما په څومره موده او په کومه چټکتیا له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو د ایستلو پلان عملي کوي .
امریکايي رسنۍ وايي چې بارک اوباما به له افغان ولسمشر حامذ کرزي سره د افغان حکومت دننه د پراخ اداري فساد مسله هم وڅیړي . د امریکايي چارواکو له خولې ویل شوي چې د اداري فساد مخنیوي او د شفافیت رامنځ ته کول هغه غوښتنې دي چې ولسمشر بارک اوباما به پرې د ولسمشر حامد کرزي سره خبرو کې ټینګار وکړي .
د ولسمشر حامد کرزي سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو ، دفاع او مالیې وزیران ، د سولې د عالي شورا مشر او د ملي امنیت په برخه کې د ولسمشر سلاکار ملګري دي .
ټاکل شوې ده چې ولسمشر حامد کرزی به د خپل دې سفر په ترڅ کې د افغانستان د ملي امنیت د ټپي شوي ریس اسدالله خالد پوښتنې ته هم ورشي چې تیره میاشت په یوه ځان وژونکې حمله کې ټپي شو او د درملنې لپاره امریکا ته واستول شو.