د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۷

ايران يوازې دوو شرکتونو ته اجازه ورکړې چې افغانستان ته تېل يوسي


اسلام قلعه
اسلام قلعه
د سوداګرۍ په چارو کې، په تهران کې د افغانستان د سفارت سلاکار د ایران له حکومته غوښتي څو د هغو ټانکرونو مخنیوی وکړي چې په عراق کې پېرودل شوي تېل افغانستان ته انتقالوي.

په ایران کې د افغانستان د سفارت تجارتي سلاکار حاجي عبدالهادي فرهنګ وايي چې داوخت د ایران حکومت یوازې د دوو ترانسپورتي کمپنیو ټانکرونه پرېږدي چې مستقیماً افغانستان ته ولاړ شي خو د لسګونو نورو شرکتونو ټانکرونو ته اجازه نه ورکوي.

فرهنګ وايي، د لسګونو نورو شرکتونو ټانکرونه سلګونه کیلومتره اضافي لاره وهي څو په عراق او نورو عربي هېوادونو کې اخیستل شوي تېل افغانستان ته انتقال کړي. نوموړي دا پرېکړه د افغانستان او ایران له ترانزیتي تړون څخه سرغړونه وبلله:

“ترانزیت د هېوادونو حق دی. موږ له ایران سره ترانزیتي تړون لرو او د هر افغان سوداګر جنس ته چې د ایران د اسلامي جمهوریت له لارې واردېږي باید د شویو قراردادونو له مخې د ترانزیت اجازه ورکړل شي. خو له بده مرغه هغه انتخاب چې شوی سم نه دی، ځکه نشي کېدای درې، څلور سوه یا حتی زر شرکتونه د دوو شرکتونو په انحصار کې وي او یوازې دوه شرکتونه په انحصاري ډول د عراق جنس افغانستان ته ترانزیت کړي”

فرهنګ زیاته کړه چې دوی د ایران له بېلابېلو چارواکو سره د دې ستونزې د حل په مقصد خبرې کړې او هغو هم ویلي چې یوازې دوو شرکتونو ته د دومره لوی کاروبار د انحصار ورکول د افغان او هم د ایراني شرکتونو په زیان دی.

“موږ هیله لرو چې هم افغان او هم ایراني سوداګرو ته اجازه ورکړل شي څو هغه تېل چې په عراق او کوېټ کې اخلي او حتی هغه بېړۍ چې د بصرې له لارې بوشهر ته راځي، ټول د ایران د سرحدونو له لارې افغانستان ته ولاړ شي. موږ غواړو چې دوی په دې ساړه ژمي کې له موږ سره ورورګلوي وکړي او ټولو ته اجازه ورکړي. یوازې د دوو شرکتونو انتخاب حتی د افغانستان د مشرانو جرګې څو ورځې مخکې رد کړ او د افغانستان او ایران ټولو چارواکو رد کړی دی”

د افغان سوداګرو لپاره د ایران د دې اقدام د زیانونو په اړه په تهران کې د افغان سفارت تجارتي سلاکار وویل، کله چې په ایران کې ددې ټانکرونو مخنیوی وشي نو افغان سوداګر اړوځي چې د ترکمنستان له لارې د دې تېلو د انتقال لپاره خپل ټانکرونه د سرخس او لطف آباد سرحد ته یوسي خو د زیاتې ګڼې ګوڼې له وجې کله ناکله حتی تر دوو میاشتو پورې هلته پاتې کېږي.

د عبدالهادي فرهنګ په وینا وروسته د افغان سوداګرو ټانکرونه پنځه سوه کیلومتره نور واټن په ترکمنستان کې دننه وهي څو د تورغونډۍ بندر او هرات ښار ته ورسېږي چې دا هم د وخت او هم د مصارفو له پلوه د سوداګرو په زیان کار دی.
XS
SM
MD
LG