د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۰۲

پکتيا : پر مچلغو بند يوه ورځ کار شوی


د پکتيا اوسېدونکي وايي چې د مچلغو بند په پروژه يوازې د پرانيستې په ورځو کې لږ کار شوی څو وزير او نورو ورغليو چارواکو او مشرانو ته وښيي چې پر پروژه يې کار روان دی خو له پرانيستې وروسته پر دې پروژه هېڅ کار نه دی شوی او سيمې ته وروستل شوي ماشينونه او تخنيکي وسايل هم له سيمې ګردېز ښار ته لېږدول شوي دي.

خلک شکايت کوي، چې د مچلغو بند پر پروژه له هغې ورځې وروسته کار نه دی شوی چې د اوبو او برېښنا وزير اسمعيل خان په لاس يې پرانيسته وشوه.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې د پرانيستې پر ورځ د بند ساحې ته ډېر زيات ماشينونه او تخنيکي وسايل د قومي مشرانو، وکيلانو، وزير او نورو چارواکو سره سم د کار پر مخ بيولو له پاره وروستل شوي و چې د دوی له تګ وروسته هغه تخنيکي وسايل هم يو په بل پسې له سيمې ووېستل شول.

خلک پر قراردادي شرکت تور پورې کوي چې د وزير او چارواکو د تېر اېستلو په خاطر يې سيمې ته په کرايه تخنيکي وسايل د يوې ورځې پر مخ بيولي وو او په خبره يې کله چې وزير او چارواکي د بند له ساحې بيرته وګرځېدل نو له سيمې څخه د کار ټول وسايل هم ګردېز ښار ته ولېږدول شول او اوس د پروژې پر مخ بيولو له پاره د بند په ساحه کې هېڅ وسايل نشته:

“زه ما نوم حاجي سلطان جان، بس په بند باندې خو دا درې کاله خبرې دي،پروسږ يې پوستې واچولې جنګ پرې وشو، يووارې هيت راغی ماشينونه يې راوستي و يوه ورځ يې ښه کار وکړ چې هيت لاړ اوس هلته يو ماشين هم نه شته ”

يو بل تن وايي:

“زه داود د مچلغو د ملاخېلو اوسېدونکی په بند کې بيخي کار نه دى شوی رادې شي که د يوې کوټې جای يې هم جوړ کړی وی موږ ته دې ووايي دوه برمې وې کله به يې کار کاوه هغه هم اوس خرابې دي عسکر تاويږي پوستې دي نور هېځ شی نشته”

يو قومي مشر وايي:

“زه روزي خان د ملاخېلو قومي مشر د بند په اړه خو ډېرې خبرې شته کېدای شي زموږ د مشرانو هم ورسره لاس وي وزير ته يې يو نمايش وښوده ماشينونه يې ورښکاره کړه چې کار روان دی او له هغې ورځې وروسته هېڅ کار نه دی شوی، په سل،سل ډالره ماشينونه راوستل شوي و د يوې ورځې له پاره بېرته يې بوتلل”

دوه مياشتې وړاندې د دغې پروژې د پرانيستې پر مهال د اوبو او برېښنا وزير اسمعيل خان په خپلو خبرو کې وويل چې د بند د چارو د بشپړولو او پرمخ وړلو له پاره ۳۵ ميلونه امريکايي ډالر ځانګړي شوي، چې له ځانګړو شويو پيسو څخه يوازې دوه فيصده مصرف شوې دي، ده وويل تر دې مهاله بايد د دې پروژې ۴۰ فيصده پيسې مصرف شوې وی:

“د دې پروژې بايد تر دې وخت لا اقل ۴۰ فيصده خپله بوديجه مصرف کړې وی،متاسفانه تر اوسه پورې دوه فيصده بوديجه اخيستل شوې او ۹۸ لا هم پاتې شوې دي”

د دې پروژې د چارو د بشپړېدو په اړه د قراردادي شرکت مسول انجنر حکيم د پرانيستې پرمهال ژمنه کړې وه چې د ژمي تر رارسېدو به خپلې لومړنۍ چارې نهايي کوي خو تر دې مهاله پر مچلغو بند هېڅ کار نه دی شوی او نه په سيمه کې د بند د چارو د پرمخ بيولو له پاره د شرکت کوم مسول کسان شته.

د چارو کارپوهان وايي چې په دې بند کې پرته له پرانيستو هېڅ کار نه دی شوی او په خبره يې چارواکي يوازې د خلکو د تېر اېستلو په خاطر په سيمه کې نمايشي کارونه وړاندې کوي، د چارو شنونکی عارف الله حقپرست وايي:

“له مشرانو نيولې تر ولايتي ادارې پورې ټول يو له بل سره تړلي دي او په فساد کې ښکېل دي هېڅ کار نه دی شوی، زه چې څومره مالومات لرم درې وارې دا پروژه پرانيستل شوې او بس له هغه ورځې تر ننه پرې کار نه دی شوی، اوس امنيت شته کار نه شته مخکې د امنيت پلمې وي”

موږ پرلپسې هڅه وکړه چې د دې پروژې د چارو په اړه د ولايتي چارواکو او قراردادي شرکت د مسولينو نظر هم ترلاسه کړو خو په دې بريالي نه شو چې د ولايت مقام او يا اړوند ادارې نظر واخلو.

راپور: داود تپان - پکتيا
XS
SM
MD
LG