د ولسي جرګې یوشمیر غړي پر محمد قسیم فهیم او کریم خلیلي تور لګوي؛ چې د دولت له بودجې څخه هرکال یوازې د کورونو د کرایې په نوم یو ملیون ډالر ترلاسه کوي.
د دې جرګې غړې شکریې بارکزۍ د شنبې په ورځ د ولسي جرګې په عمومي غونډې کې وویل؛ چې د مارشال فهیم او کریم خلیلي د یوه کور او یوه میلمستون میاشتنۍ کرایه اولس زرو ډالرو ته هم رسییږي.
میرمن بارکزۍ وویل، چې د دې ترڅنګ د میلمستونونو، جرګه ګیو د دفترونو د لګښت او د خپلو ساتونکو د مصرف په نوم هم دوی له دولت نه ډیرې پیسې اخلي.
"د ملت استازو کومې پیسې چې ما تاسو ته وښودلې اندازه یې د کال نږدې یو ملیون ډالرو ته رسیږي؛ خو دا د ټولو لست نه دی.
دا چې څومره اعاشه ده، څومره میلمستونونو ته ورکول کیږي، نور لګښتونه او تنخواوې دي، هغه به جلا کیږدو.
آیا د دې ملت پیسې د همدې لپاره دي، آیا موږ هغه خیمې چې د سړکونو ترڅنګ دي نه وینو، موږ هغه بې وزله او بې کوره خلک نه وینو، چې د ملت پیسې له بیت المال څخه په دې ډول لګوو؟"
شکریه بارکزۍ وایي، په تیرو شپږو کلونو کې هرکال د جمهوري ریاست د چارو ادارې ته دغو لوړ پوړو دولتي چارواکو ته د کورونو د جوړولو لپاره پیسې ورکړل شوي؛ خو د دې په خبره لا هم دغو لوړ پوړو دولتي چارواکو ته له بیت المال څخه د قانون خلاف پیسې ورکول کیږي.
دغه راز د کابل یوشمیر اوسیدونکي وایي، چې د مارشال فهیم او کریم خلیلي ترڅنګ ځینو نورو دولتي چارواکو هم مجلله کورونه په کرایه نیولي او حتی د دوی په خبره ځینولوړ پوړو چارواکو یوشمیر کوڅې چې ډیر کورونه په کې موجود دي بندې کړې دي.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې مطبوعاتي دفتر له ژمنې سره سره په دې اړه خبرې ونه کړې.
خوحقوقي او سیاسي څیړونکي دا ډول لګښتونه نه یوازې د افغانستان له مالي امکاناتو سره برابر نه بولي؛ بلکې وایي چې دا اختلاس او جرم بلل کیږي، عبدالستار سعادت هم په همدې باور دی:
"په داسې یوه هیواد کې چې خلک له سړې هوا نه مړه کیږي؛ وږي دي او خپل اولادونه د لوږې له لاسه خرڅوي دا نهایت اصراف دی، له دې هیواد سره زیاتی او فاجعه ده.
زما په باور ولسي جرګه باید په دې برخه کې جدي اقدام وکړي؛ ځکه دا اختلاس او جرم ګڼل کیدی شي او باید پوښتنه یې وشي."
د ولسي جرګې ځیني غړي انتقاد کوي، چې څو کاله مخکې د کابل ښار د شیرپور د سیمې ځمکه هم د حکومت له خوا په کمه بیه لوړ پوړو دولتي چارواکو ته وویشل شوه؛ چې اوس مهال پرې دنګې او مجللې ودانۍ رغول شوي دي.
د دې ترڅنګ په کابل ښار او د افغانستان په ځینو نورو سیمو کې هم پر یوشمیر دولتي چارواکو او سیمه ییزو مسوولانو داسې انتقادونه موجود دي؛ چې شخصي او دولتي ځمکې او ملکیتونه یې غصب کړي؛ خو لکه څنګه چې لازمه ده اړوندو ادارو یې پوښتنه نه ده کړې.