د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۷

په غزني کې پر يوې نجلۍ د ډله ييز جنسي تېري ادعا شوې ده


ځينو سرچينو ازادۍ راډيو ته ويلي دي؛ چې د غزني په مقر ولسوالۍ کې پر يوه نجلۍ ډله ييز جنسي تېری شوی او تيري کوونکي تښتېدلي، خو لا هم سيمه ييزو چارو دغه پېښه نه ده تاييد کړې.

د ترلاسه شويو معلوماتو په اساس، پېښه د مقر ولسوالۍ په لړم کلي کې شوې ده او د جنسي تېري ښکار شوې نجلۍ دا مهال په کابل کې تر درملنه لاندې ده.

د غزني په ولايتي شورا کې د مقر ولسوالۍ د خلکو استازې حميدې ګلستانۍ ازادۍ راډيو وويل؛ چې په لومړي سر کې دې ته د سيمې چارواکيو ويلي دي؛ چې پېښه ډله جنسي تېری دی، خو وايي، اوس سيمه ييز چارواکي په خپله کړې خبره بېرته پښېمانه دي.

"لومړی يې ويل چې، دا يو ډله ييز جنسي تېری دی، چې د مقر په لړم کلي کې پر يوه نجلۍ شوی دی. نجلۍ کابل ته لېږدول شوې ده او تېري کوونکي تښتېدلي دي، خو اوس وايي، چې نه دا د غلا يوه پېښه وه، کره مالومات تر اوسه هم نه دي مالوم شوي."

دا وايي، کله چې مې د نورو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د سيمې له چارواکيو سره اړيکې ونيولې، نو هغوی په هغه تېره کړې خبره هم پېښمانه شول او پېښه يې د غلا يوه پېښه وبلله.

په دې اړه مو هڅه وکړه، چې د غزني د امنيه قومندان زړور ذاهد نظر هم واخلو خو هغه له خبرو کولو ډډه وکړه.

په ولايت کې د ښځو د چارو رياست هم تر اوسه د پېښې په اړه څه نه دي ويلي او د والي وياند هم
ځان له پېښې ناخبره بولي.

مقر هم د غزني له هغو ولسواليو څخه ده، چې وسله والو طالبانو پکې د مخابراتي شبکو انتنونه سوځولي او بند کړي دي.

يوازې د دغې ولسوالۍ له هغو کسانو سره اړيکه نيول کېدای شي؛ چې يا ښار ته راغلي وي او د کومې غونډۍ پر سر ولاړ وي.
XS
SM
MD
LG