د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۰۴

م.م وايي په سوريه کې ٦٠زره کسان وژل شوي دي


ادلب
ادلب
وروسته له هغې چې ملګرو ملتونو اعلان کړه:
د سوريې په کورنۍ جګړه کې ٦٠زره کسان وژل شوي، د دولت ياغيانو د پنج شنبې په ورځ د سوريې په شمال کې د ستراتيژيکو هوايي ډګرونو د نيولو لپاره بريدونه پيل کړي دي.

د سوريې د بشري حقونو څارونکې ډله وايي، ياغيانو له پوځيانو سره د حلب نړيوال هوايي ډګر په شا و خوا سيمو کې جګړې کړي او هوايي ډګر ته د نژدې کېدو لپاره يې اتيايمه پوځي لېوا محاصره کړې ده.

په بريتانيا کې دېره دغه څارونکې ډله وايي، په عين حال کې په شمال لوېديځ ولايت ادلب کې د تفتناز هوايي اډې په اطرافو کې هم د سخت درېځو ياغي ډلو النصره جبهې او احرار الشام په ګډون په سلګونو جنګياليو له دولتي سرتېرو سره جګړه کړې ده.

ياغيانو هوايي ډګر ته په داسې حال کې مخه کړې چې تر دې يوه ورځ مخکې يې د هوايي ډګر په عمومي دروازه کې يو موټر بم حمله وکړه، خو وروسته د پوځ له خوا شاتګ ته اړ شول.

د سوريې په شمال کې د حلب دغه پوځي تاسيسات مهم ستراتيژيک غنيمت ګڼل کېږي، چې تر ډېره د ياغيانو تر کنټرول لاندې دي.

د هوايي ډګر چارواکي وايي، د سې شنبې په ورځ د ياغيانو تر پرله پسې بريدونو وروسته مهم ملکي حمل او نقل درول شوى دى.

چارواکو ويلي کله چې پوځ د شا خوا سيمو کنټرول په خپل لاس واخلي، دوى به ملکي ترانسپورت بېرته پيل کړي.

له کله چې د جولاى په نيمايي کې مخالفو جنګياليو پر حلب درنې حملې پيل کړي، دغه ښار له څو مياشتو راهيسې له بن بست او کړکېچ سره مخامخ دى.

ملګرو ملتونو د چهارشنبې په ورځ وويل ٢١مياشتې مخکې چې د سوريې ياغيانو د ولسمشر بشارالاسد د رژيم په وړاندې پاڅون پيل کړى، له هغې راهيسې ٦٠زره کسان وژل شوي دي.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرې ناوې پيلې د وژنو دغه ارقام ټکان ورکوونکي ګڼلي دي.
XS
SM
MD
LG