د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ زمری ۱۴۰۰ کابل ۱۰:۴۴

"له ۲۰۱۴کال وروسته اقتصادي ګواښونه موجود دي"


ډاکټر زلمي رسول
که له یوې خوا له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته امنیتي اندیښنې مخ په ډیریدو دي نو له بله پلوه افغان چارواکي اقتصادي ګواښونه هم جدي او مهم بولي.

د بهرنیو چارو وزیر وایي، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به ډیرې اقتصادي پروژې هم پای ته ورسیږي او زرګونه تنه افغانان چې په کار بوخت دي هم خپل کارونه له لاسه ورکړي.

ډاکټر زلمي رسول د چهارشنبې په ورځ د ولسي جرګې په غونډې کې څرګنده کړه، چې افغان حکومت دا ستونزه درک کړې او د مخنیوي لپاره یې هلې ځلې کوي:

"د ۲۰۱۴ میلادي کال اقتصادي ګواښ ډیر جدی دی، له دې هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو وتل مونږ ته اقتصادي ستونزې زیږوي.

زموږ زرګونه افغانان د دوي په مرکزونو کې کار کوي او مهمې اقتصادي پروژې پرمخ بیایي.

موږ باید هڅه وکړو، چې په دې هېواد کې اقتصادي تشه رامنځ ته نه کړو، ځکه دلته بیکاري زیاته ده او که نوره هم زیاتیږي نو په خپله امنیتي ګواښونه رامنځ ته کوي".


ډاکټر رسول څرګنده کړه، چې د امریکا او ځینو نورو هېوادونو له خوا چې په افغانستان کې د خصوصي سکتور د پیاوړتیا لپاره کومې پروژې عملي شوي اغیزې یې کمې دي او باید پرې بیا کتنه وشي.

ده وویل، چې په افغانستان کې باید بهرنۍ پانګه اچوونه زیاته شي، اقتصادي پروژې ثابتې او دوامدارې وي، د افغان حکومت له خوا پنځو مهمو لومړیتوبونو ته مثبت ځواب وویل شي او د تولیدي څانګو پیاوړتیا ته د متحده ایالاتو او نورو هیوادونو په همکارۍ پاملرنه زیاته شي.

په عین حال کې د اقتصادي چارو کتونکي وایی چې په تیرو یوولسو کلونوکې د افغانستان اقتصادي زیربناو ته لازمه پاملرنه، نه ده شوې او لاهم افغانستان له تولیدي او عایداتي پلوه له ډیرو ننګونو سره مخامخ دی.

د کابل پوهنتون د اقتصاد استاد تاج محمد اکبر هم ورته نظر لري او وایی چې افغان حکومت،امریکا او نور هیوادونه باید په دې هیواد کې اساسي او زیربنایی پروژې پیاوړې او فعالې کړي:

"دا مهال د افغانستان کلیدي سکتور کرنه ده چې باید اساس ته یې پام وشي چې هغه د اوبو د بندونو جوړول، د کرنې میکانیزه کول او داسې نور دي.

دغه راز کانونه دلته ډیر دي، ترانسپورت او ترانزیت دی او د لویو لارو اساسي جوړول دي.

د برښنا تولید بله مهمه برخه ده ځکه د بندونو جوړول هم ځمکې خړوبوي او هم برشنا تولیدوي.

دغه راز صنعتي برخې هم باید ورغول شي له دې سره ډیر شمیر خلک کار هم پیدا کوي".


د مالیې وزارت له مخکې نه ویلي چې په افغانستان کې په تیرو یوولسو کلونو کې د نړیوالې ټولنې له خوا کابو اوه پنځوس ملیارده ډالر په ملکي او اقتصادي برخو کې لګول شوي خو انتقاد کوي چې د دې پیسو ډیره برخه بې ځایه او په تشریفاتي ډول مصرف شوېده.

نړیواله ټولنه افغان حکومت د اداري فساد په لومو کې ګیر بولي او وایی چې د دوی مرستې یې سمې او په شفاف ډول نه دي لګولي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمی رسول وایی چې امریکا او نورو هیوادونو په دې هیواد کې اساسي پروژې نه دي عملي کړي او د افغان حکومت لومړیتوبونو ته یې هیڅ پاملرنه،نه ده کړې.

تبصرې کتل (۱)

دا فورم بندشوی \ دبحث داخونه بنده شوې
XS
SM
MD
LG