د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۱

بې پيلوټه امریکايي الوتکو د طالبانو یو مهم مشر ملانذیر وواژه


د جنوبي وزیرستان د طالبانو مشر ملانذیر په بې پيلوټه حمله کې ووژل شو
د جنوبي وزیرستان د طالبانو مشر ملانذیر په بې پيلوټه حمله کې ووژل شو
مشکوکو بې پيلوټه امریکايي الوتکو په دوو بیلابیلو بریدونو کې د طالبانو د یوه مهم مشر ملانذیر په ګډون نهه تنه سخت دریزي وسله وال ووژل.

دغو الوتکو د چهارشنبې او پنجشنبې ترمنځ شپه پر شمالي و جنوبي وزیرستانونو دوه بریدونه وکړل، چې د باخبره سرچینو د معلوماتو له مخې د ملانذیر په ګډون د تندلارو وسله والو ډلو څو تنه مهم مشران پکې ووژل شول.

له سیمې تر لاسه شوي راپورونه وايي، چې بې پيلوټه الوتکو د شپې ناوخته د جنوبي وزیرستان برمل سیمې په اړوندو کې پر هغه موټر دوه توغنديو توغول، ملانذیر او د هغه څو تنه مهم ملګري او دسرسړي پکې سپاره وو.

یوه ځايي دولتي مسوول د خپل هویت نه ښوولو په شرط رسنیو ته وویل، چې په دې برید کې پر ملانذیر سربیره پنځه تنه نور هم وژل شوي، چې په خبره يې ټول يې د نوموړي نژدې او مهم ملګري او قوماندانان وو.

په عین حال کې دغو الوتکو په یوه بل برید کې چې د شمالي وزیرستان پر اړوندو شوی د تحریک طالبان پاکستان د یوه قوماندان په ګډون درې تنه وژلي دي.

د راپورونو له مخې په وژل شويو کې قوماندان فیصل خان او دونه ازبک جنګيالي شامل دي.

ملا نذیر د احمدزي وزیر قبيلې اړوند و او په جنوبي وزیرستان کې یې د سخت دریزو وسله والو طالبانو مشري کوله.

هغه د حکیم الله مسید په مشرۍ له تحریک طالبان سره جوړ نه و او له دولت سره یې نژدې اړيکې لرلې.

د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې یوه عالي رتبه دولتي مقام رسنیو ته ویلي، چې ملا نذیر بیګا ناوخته له برمل څخه واڼه تر پر لاره و چې سره ګنډه نومي سیمه کې پرې برید وشو.

سرچینې وايي، چې په وژل شویو کې د رپا خان په نوم د هغه یو بل مشر قوماندان هم شامل دی.

دولتي سرچینو او د نوموړي ډلې لا رسما په دې باب څه ندي ویلي، خو د پاکستان دولتي تلویزیون د باخبره سرچینو له قوله پيښه تائيد کړې.

پر ملا نذیر له دې وړاندې هم دوه وارې ورته حملې شوې خو دواړه ځله ترې ژوندی وتلی و.

نوموړی وروستی ځل تیره میلادي میاشت په یوه ځانمرګي برید کې سخت ټپي شوی و.

ملانذیر په پيل کې په جنوبي وزیرستان کې د تحریک طالبان پاکستان استازی پيژندل کیده، خو وروسته بیا د خپل منځي اختلافاتو له وجې له دغه غورځنګ څخه بیل او ځانته يې خپله ډله اعلان کړه.

هغه له دولت سره د یوه تړون له مخې په پاکستان کې نظامي عملیات ځنډولي او ټوله توجه يې افغانستان ته کړې وه.

د نوموړي په باب ویل کیږي چې ګڼ شمیر جنګيالي يې د افغان طالبانو په ملاتړ په افغانستان کې جنګیدل او په خپله هیواد کې د ورته فعالیتونو مخالف و.

ډرون یا د بې پيلوټه الوتکو بریدونو پر سر له کلونو راهیسې د پاکستان او امريکا ترمنځ ناندرۍ روانې دي.
د اسلام اباد د مخالفت سره سره دامریکا متحد ایالات دغه لړۍ په سیمه کې د سخت دریزو وسله والو ډلو د ځپلو تر ټولو ګټوره وسیله ګڼي.

دیوې اندازې له مخې له ۲۰۰۴ میلادي کال راهیسې دغو الوتکو د پاکستان پر قبائلي سیمو ټول ۳۴۰ بریدونه کړي، چې په ترڅ کې يې د طالبانو او القاعده ډلې د مهمو مشرانو په ګډون شاوخوا درې زره تنه وژل شوي دي.

راپور:مجیب الرحمان انګار
XS
SM
MD
LG