له افغان ښځو او ماشومانو څخه د ملاتړ ارګان په یوه نوي اقدام کې د زرګونو لاسلیکونو په را ټولولو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د قانون د عملي کیدو غوښتنه وکړه.
د دې ارګان رییسې زهرا سپهرد چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانوته وویل چې د شلو ورځو په ترڅ کې دوی وتوانیدل چې د ولسمشرکرزي او یوشمیر نورو چارواکو په ګډون له درې زره کسانو نه لاسلیکونه را ټول کړي.
دې څرګنده کړه چې افغان چارواکو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د قانون د عملي کولو ژمنه کړې او هیله یې وښوده چې خپله کړې ژمنه عملي کړي:
"له حقوقي او قانوني پلوه یو کس چې په یوه سند کې لاسلیک کوي نو ژمنه کوي او ځان د کړې ژمنې عملي کولو ته مکلف بولي.
که چیرې خپلې ژمني عملي نکړي د قانون له مخې باید تر قانوني تعقیب لاندې ونیول شي.
موږ په دې باور چې درې زره کسانو لاسلیکونه کړي او درې زره اخلاقي ژمنې یې وکړې".
د بشري حقوقو ځینې سازمانونه وایی چې معافیت،نا امنۍ،د حکومتي ادارو نه پاملرنه او له قوانینو څخه د ډیرو خلکو نه پوهاوی د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی د قانون د نه عملی کیدو مهم لاملونه دي.
د ښځو د حقوقو ځینې مدافعان وایی چې د افغان ښځو د ملاتړ د دې ارګان ابتکار د ستایلو وړ دی خو څرګندوی ترڅو چې افغان چارواکي په دې برخه کې لازم اقدامات ونکړي نو دا ابتکار به نتیجه ورنه کړي.
د ښځو چارو وزارت مرستیاله سیده مصطفوي هم په همدې باور ده:
"مونږ تمه لرو چې د افغانستان ټول خلک خپل غږونه اوچت کړي په تیره د وروستي تاوتریخوالي پر وړاندې.
زه هیله لرم کومو کسانو چې لاسلیکونه کړي پرې عمل وکړي او یوازې په شعار کې پاتې نشي.
دا چې موږ وايو د ښځو نه ملاتړ کوو نو له زړه څخه غوښتنه کوو."
د افغان ښځو او ماشومانو د ملاتړ دا ارګان وايي چې په نږدې راتلونکې کې د لاسلیکونو د راټولولو په ولایتونو کې هم پیل کړي د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ويلي چې په تیرو اوو میاشتو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کابو څلور زره پیښې ثبت شوي، چې لسګونه يي د ښځو د وژنې پیښې دي.