د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۵۰

مرکزي اسیا یو سخت کال په مخکې لري


زیات شمېر لویدیځو ورځپاڼو د ۲۰۱۲ م کال د پای په راپورونو کې په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو د مرګ ژوبلې په اړه مقالې او مضمونونه لیکلي دي.

امریکا چاپ، کریسچن ساینس مانیتر ورځپاڼې د افغانستان په جګړې کې د اسوشئتد پریس اژانس احصایې ته اشاره کړې او لیکي:

په ۲۰۱۲میلادي کال کې په افغانستان د امریکایي عسکرو په ګډون د بهرنیو ځواکونو ۳۹۴ پوځيان وژل شوي دي.

په ۲۰۱۱ کال کې دا شمېر ۵۴۳ و. په دې اټکلونو کې دا هم ویل شوې چې په ۲۰۱۲ م کال کې د افغان پولیسو له خوا په خپلو ملګرو باندې حملې زیاتې شوې وې.

ورځپاڼه زیاتوي، د افغانستان امینتي ځواکونو ته زیات مسولیتونه سپارل شوې او طبیعې خبره ده، چې د جګړې ډګر ته د افغان ځواکونو په داخلیدو سره یي مرګ ژوبله هم زیاتېږي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ کڼې کې لیکلې، په ۲۰۱۲م کال کې په افغانستان کې له زرو زیات سرتېرې وژل شوي، چې دا رقم د ۲۰۱۱ م کال په پرتله په سلو کې شل زیات دی.

ورځپاڼه لیکي: دا مهال د نورو ستونزو په څنګ کې، افغان امنیتي ځواکونه باید چې د خپلو سرتېرو د ساتنې لپاره هم پام وکړي.

نیویارک ټایمز زیاتوي، وسله والو مخالفانو یو بل خطرناک تاکتیک مخته کړی او د افغان سرتېرو تلفات یي زیات کړی دی.

وسله وال هغه شمېر سرتیرې، چې د رخصتیو لپاره خپلو کورونو ته ځې وژنې او یا ورباندې د لارې په اوږدو کې حملې کوې ، چې دا مسله هم د زیاتې اندیښنې وړ ده.

ورځپاڼې په پکتیکا ولایت کې د دوهم نمبر لیوا د قوماندان جنرال زمري خبره راخیستي چې وایي:

د افغانستان ملي پوځ ورځ تربلې غښتلی کیږي او په بل کال کې به یي ستونزې کمې شي.

د جنرال زمري په وینا، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د تیاریو په درشل کې افغان ځواکونو ته د زیاتو سېمو مسولیتونه سپارل کیږي او افغان ځواکونه په ښه ډول خپلې دندې پر مخ وړي.

نشنل انټریست مجلې په وروستۍ ګڼې کې: مرکزي اسیا یو سخت کال په مخکې لري – تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلې، د ازبکستان، تاجکستان ، قرغزستان او ترکمنستان د ستونزو له تشریح وروسته لیکي: د افغانستان وضعه پدي هیوادونو هم اغېز کوي.

مجله زیاتوي، تاجکستان له افغانستان څخه د نشه یي موادو د قاچاق د لارې پر سر پورت دی او له همدې امله دا هیواد په ۲۰۱۲ م کال کې له زیاتو ستونزو سره لاس او ګریوان و، دا مهال چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شمېر هره ورځ کمیږي، په ځاي ده چې د تاجکستان خلک د خپلو ټولنیزو او سیاسي ستونزو د زیاتېدو په اړه اندیښمن وي.
XS
SM
MD
LG